د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران: ګوزڼ وهلي ماشومان له فزیکي او ذهني پلوه کمزوري وي


د پولیو واکسین
د پولیو واکسین

کابل کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصصین وایي چي ګوزڼ وهلي ماشومان د نورو ماشومانو په پرتله له فزیکي او ذهني پلوه کمزوري وي او تل د کورنۍ د غړو د اوږو بار وي.

د کابل ښار په فرانسویانو روغتون کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمتالله حامد، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو له کبله د فلج شویو ماشومانو بدن د روغو ماشومانو په څېر وده او فعالیت نلري او د دوی تر څنګ یې کورنۍ هم ورسره ځوریږي. “

د نوموړي په وینا، کورنۍ باید د ماشومانو د سالم او هوسا راتلونکي لپاره، خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت او محتاجۍ څخه وژغورل شي.

د کابل ښار اوسیدونکې، زرلښتې امریکا غږ ته وویل: ”څو کاله وړاندې کله چی موږ په کندوز کې اوسیدو، د جګړو له امله ماشومانو ته واکسین نه رسیده او له همدې کبله په ګوزڼ اخته کیدل. ما هلته د ګوزڼ وهلو ماشومانو او د هغوی د کورنۍ له کړاونو ډک ژوند په خپلو سترګو لیدلی. “

د نوموړي په وینا، د دوی په ګاونډ کې یو ماشوم په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی ؤ او د مور او پلار په ګډون یې د کورنۍ ټول غړې ورسره غمجن ؤ او هیڅکله یې پر شونډو موسکا نه لیدل کیده.

د کابل ښار بل اوسیدونکی، اباسین بیا له میندو او پلرونو غواړي چې هیڅکله د ګوزڼ ضد واکسین په اړه په بیځایه تبلیغاتو ونه غولیږي او باید تل هڅه وکړې چې خپل ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي.

د یادونې وړ ده چې د پلازمینې کابل په ګډون د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې د خلکو ذهنیتونه د پولیو ضد واکسین په اړه اصلاح شوي، خو د افغانستان په ګڼ شمېر لیرې پرتو سیمو کې لاهم له واکسین سره د ځینو کورنیو د مخالفت له کبله ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG