د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړیدل


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د پلازمینې کابل زیات شمېر اوسیدونکي وایي د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او خلک په لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.

د دوی په وینا، اوس له ۸۰ تر ۹۰ سلنه خلک د ګوزڼ ناروغۍ د ناوړه پایلو او د ګوزڼ ضد واکسین په ارزښت او ګټو پوه شوي.

د کابل ښار اوسیدونکي، خالد، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا موږ او ګڼ شمېر نور خلک د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو نه پوهیدو، خو اوس زه په ډاډ سره ویلی شم چې د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي کچه تر ۹۰ سلنه لوړه شوې، او خلک د واکسین له بهیر څخه پراخ ملاتړ کوي.“

همدارنګه د کابل ولایت یوې اوسیدونکې، اورانوس، امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم موږ له ښار څخه یو څه اندازه لیرې ژوند کوو، خو زموږ د سیمې کابو ۸۰ – ۹۰ سلنه اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په ګټو پوهیږي، او په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسینوي.“

بل پلو، د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې دوی د عامه پوهاوي هڅې زیاتې کړي، تر څو پاتې خلک هم د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شي، او په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د عامه پوهاوي په برخه کې له بیلابیلو تګلارو کار اخلو، تر څو خلکو ته د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات وړاندې کړو.“

د نوموړي په وینا، د رسنیو، ټولنیزو شبکو او د ښځینه او نارینه روغتیایي مبلغینو له لارې عامه پوهاوی خورا زیات ګټور ثابت شوی، او اوس خلک له واکسین سره هیڅ ډول مخالفت نه کوي.

روغتیایي مسؤولین پدې باور دي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو پوهاوی زیاتیږي، او د پایلې په توګه یې د واکسین د پوښښ ساحه پراختیا مومي.

XS
SM
MD
LG