د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو کمپاین؛ ۵.۳ میلیون ماشومان واکسین کیږي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۳ کال پولیو یا ګوزڼ واکسین کمپاین پيلېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې درېیمه) امریکا غږ ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د یاد کمپاین پر مهال به د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالۍ کې د پنځه کالو څخه ټیټ عمر لرونکي ۵.۳ میلیون ماشومان واکسین شي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس دغه کمپاین چې نن دوشنبه پيل شوی تر راتلوونکې پنجشنبې پورې به د څلورو ورځو لپاره دوام ولري.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پولیو واکسین کمپاین پیلېدو په مناسبت پیغام کې له والدینو څخه غوښتي چې د خپلو ماشومانو واکسینولو کې د پولیو روغتیايي ټېمونو سره مرسته وکړي.

ښاغلي عباد زیاته کړې چې افغانستان د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته تر بل هر وخت نژدې شوی دی: "افغانستان د تیر هر وخت په نسبت دا مهال د پولیو د له منځه وړلو ته ډېر نژدې شوی دی. موږ هیله مند یو چې د ۲۰۲۳ کال ترپایه د دې کال د پلان شوي کمپاینونو په بریالي پلی کیدو سره، د پولیو پيښو د صفر کیدو شاهد ووسیږو."

روغتیا وزارت زیاتوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو واکسین ۹ پړاوه ملي او فرعي کمپاینونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې وه.

د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پيښې او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ پيښې ثبت شوي وې.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده، دغه ناورغۍ زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG