د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ۹.۴ میلیون ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیل شو


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ټاکل شوې د یاد کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ کښته عمر لرونکي ۹.۴ میلیون ماشومان واکسین شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان پدې اړه خبریالانو ته لېږلې پیغام کې ویلي چې د پولیو دغه کمپاین نن دوشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۲) پیل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.

زمان زیاته کړې چې بامیان، غور، دایکندي ولایتونه او د سړو سیمو یو شمېر ولسوالۍ د سړې هوا له امله په دغه کمپاین کې شاملې نه دي او په خبره یې ټاکل شوې په یادو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین په راتلوونکو اونیو کې پيل شي.

د هغه په خبره ټاکل شوې د دغه کمپاین پرمهال له شپږ میاشتو څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته د ناروغیو مقابل کې د هغوی د وجود معافیت پیاوړتیا په هدف (A ویټامین) هم ورکړل شي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین پیلېدو په مناسبت د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد پخپل پیغام کې هم ویلي: "د روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده چې ژر تر ژره د ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغي له افغانستان څخه په بشپړه توګه ورکه کړي. پدې برخه کې وروستي پرمختګونه هیله بخښونکي دي. افغانستان اوس مهال تر بل هر وخت د پولیو محوه کېدو ته نژدې شوی دی."

په افغانستان کې د پولیو واکسین دغه کمپاین ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ تر سره شي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د روان میلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده راپور شوې، خو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په دغه هیواد کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوې پېښې ثبت شوي وې.

د روغتیا وزارت مسؤلین د پولیو مخنیوي برخه کې د قومي مشرانو او کورنیو رول مهم بولي او له هغوی څخه یې غوښتي چې پدې برخه کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

دا په تیرو دوو میاشتو کې د پولیو واکسین دوهم کمپاین دی چې د افغانستان په زیاتو برخو کې تطبیق کیږي. د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په روان میلادي کال کې د پولیو واکسین لومړی کمپاین د دغه کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۳مه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پيل شوی و چې پرمهال یې ۵.۳ میلیون ماشومان واکسین شول.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د تیر میلادي کال په جریان کې، په افغانستان کې د پولیو واکسین نهه دوره سرتاسري او فرعي کمپاینونه تر سره شول چې په خبره یې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي او کنټرول کې مهم رول لاره.

XS
SM
MD
LG