د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پولیو ضد عمومي کمپاین پیلیږي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي چې د دوشنبه په ورځ د مارچ په ۱۳ (د کب ۲۲) نیټه د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیلیږي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې دا یو سرتاسري کمپاین دی، چې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي، او ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان تر پوښښ لاندې نیسي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د تېر په څېر دا ځل هم په ټول افغانستان کې سرتاسري کمپاین ترسره کیږي، خو په ځینو سړو سیمو کې به له یوې اونۍ ځنډ وروسته پیل شي.“

نوموړی له کورنیو، په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راوکاږي، تر څو د پولیو د معلولونکې ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

بل پلو، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکي د کمپاین د تطبیق پر مهال له واکسیناتورانو سره همکاري، د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې یو مهم ګام بولي.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي، میرویس، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”په رښتیا چې له واکسیناتورانو سره همکاري اړینه ده، ځکه هغوی زموږ د ماشومانو ژوند ژغوري. ټول خلکو ته په کار ده چې پدې برخه کې خپله همکاري او مرسته و نه سپموي.“

د یادونې وړ ده چې د دوشنبه ورځې په سرتاسري کمپاین کې به ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین سربیره، د ویټامین (A) کپسول هم ورکړل شي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه نا علاجه ناروغي ده، خو د پولیو ضد واکسین په واسطه د وقایې وړ ده، او یاد واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه ژغوري.

XS
SM
MD
LG