د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په کلیوالي سیمو کې ۱۸۵ زره ماشومان له واکسین پاتي شوي دي


سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۷ پیښې ثبت شوي
سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۷ پیښې ثبت شوي

په کندز کې د پولیو واکسین په تیر فرعي کمپاین کې ۳۶۰ زره ماشومان هدف ټاکل شوی و چې له دغې جملې یوازې ۱۷۵زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي رسیدلي.

د کندز د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر غلام جیلاني عطايي، امریکا غږ ته وویل، چې په کلیوالو سیمو کې د پولیو کور په کور کمپاین ته اجازه نه ورکول کیږي بلکه کلینک په کلینک کمپاین مخکې ځي، نو ځکه دوی د ټاکلي هدف په کچه ماشومان نه دي واکسین کړي.

ښاغلي عطايي وویل: "مونږ د خپل هدف یوازې ۴۹ سلنه (۱۷۵زره) ماشومانو ته واکیسن رسولی دی، او لوی عامل یې هم د نا امنۍ له امله د پولیو د کور په کور کمپاین نه تطبیقیدل دي."

دا پداسې حال کې دی چې یوه اونۍ وړاندې په کندز کې د پولیو واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل شو، خو هغه کورنۍ چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي ماشومان یې له واکسین پاتې دي.

د خان آباد ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي جاوید امریکا غږ ته وویل: "زمونږ سیمه له ښاره وتلې ده او امنیتي ستونزې لري، نو ځکه مې ماشومانو ته واکسین نه دی کړی. له مسؤلینو مو دا غوښتنه ده چې زمونږ سیمې او د کورونو شا ته راشي او ماشومان مو له ګوزڼ څخه وژغوري."

خو بیا د کندز د ښاري سیمې یو اوسیدونکۍ نعمت الله وايي: "د پولیو د کمپاین د پیل سره سم مي خپلو ټولو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین تطبیق کړ ترڅو د ګوزڼ له ناروغۍ خوندي پاتې شي."

د پولیو پنځه ورځنی کمپاین د سپتمبر په ۱۴ (وږي ۲۴) په ۲۰ ولایتونو کې پیل او ټاکل شوی و چې په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو ټیټ عمر لرونکي ۱.۶ میلیون ماشومان واکسین شي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې د پولیو ۴۷ پیښې ثبت شوي چې ورځ په ورځ په زیاتیدو دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG