د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې دیني عالمان د پولیو په واکسین کولو ټینګار کوي


د فراه ولایت یو شمیر دیني عالمانو یو ځل بیا ماشومانو ته د پولیو واکسین د ورکولو سپارښتنه وکړه او پر ولسونو غږ وکړ چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د فراه دیني عالم رحمت الله امنیي د یو حدیث په بنسټ وایي، د اسلام پیغمبر پر خپلو امتیانو او ټولو مسلمانانو غږ کړی چې د هرې ناروغې لپاره خدای پاک درمل هم پیدا کړي او باید خلک د ناروغۍ پر مهال خپله درملنه وکړي.

ددغه دیني عالم په وینا اوس چې د ګوزڼ مخنېوې درمل پولیو واکسین دی، نو ټول باید خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه زیاته کره: "حضرت محمد (ص) فرمایلي: هیڅ ناروغې نشته چې الله یي شفا او درمل نه وي پیدا کړي. نو پکار ده چې د یو مسلمان په توګه د خپلو ماشومانو د روغتیا او سالمې ټولني لپاره خپل ماشومان واکسین کړو. هر ځل چې کمپاین پیلیږي، خپله ورسره همکارې وکړو او خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکړو".

بل لوی دیني عالم مولوی امیر جان آغاه وايي، دا چې ګوزڼ درملنه نلري، نو د دغه ناروغۍ مخنېوې لپاره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د اسلامي شریعت له مخې د خیر او ثواب کار دی.

د هغه په وینا ګوزڼ ته په کتو سره د پولیو واکسین مخنېوی ګناه ده: "د فلج ناروغۍ څخه د پولیو واکسین په واسطه د ماشومانو ژوند ژغورل د ثواب او خیر کار دی، تر څو ناروغې يي دفع شي. که چیرې یو ماشوم فلج کیږي، مور، پلار او ټوله کورنې يي څومره ورسره په تکلیف کیږي. نو هر مسلمان چې خپل ماشومان واکسېنوي، د اسلامیت، شریعت او انسانیت له اړخه د خیر او ثواب کار دی."

دا چې پولیو واکسین د اسلامي شریعت له مخې حلال دی او د طب له اړخه هم د ګوزڼ مخنېوۍ کولای شي، نو د فراه اوسېدونکو په وینا هر ځل خپلو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي.

باید وویل شی چې اوس په کلیو او بانډو کې هم دیني عالمان پر دې صلاح شوي چې پولیو واکسین حلال دی، او اړینه ده چې د ګوزڼ مخنېوې په موخه ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG