د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دغه وزارت د روغتیا په سکټور کې د بوختو نړیوالو شریکانو سره یو ځای د شنبې په ورځ اکتوبر۲۱( تلې ۲۹) په ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد فرعي کمپاین پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کمپاین به لومړی د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د اکتوبر د ۲۱ ورځې څخه د اکتوبرتر ۲۷ ورځې ترسره شي اود هغې وروسته به په جنوب ختیځ، شمال ختیځ، مرکزي زونونو او نورستان ولایت کې هم د اکتوبرله ۲۳ څخه تر ۲۶ تطبیق شي.

دا وزارت وايي، چې ټاکل شوې ددغه کمپاین په ترڅ کې به ۶.۳۵ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.

دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی، چې د افغانستان د پولیو د محوه کولو مرکز ویلي، چې د کابل په ولایت کې یې د محیطي اوسیدلو یوه نمونه په دې وروستیو کې تشخیص کړې ده، خو تراوسه لا کابل ولایت کې په پولیو د کوم ماشوم د اخته کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.

ددغه مرکز رئیس ډاکټر نیک ولي شاه مومن ددې دمخه امریکا غږ ته ویلي و، چې افغانستان کې د پولیو د ویروس د مهارولو لپاره یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي چې له مخې به یې د د کابل د زون په ګډون په نورو زونونو کې هم د پولیو ضد کمپاین ترسره شي.

ددغه کمپاین دمخه په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تراوسه په شپږو پړاونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاینونه ترسره شوي دي.

افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوي دي. دا پیښې ددغه ولایت د خوګياڼو،بټي کوټ، نازیان، بهسود او دوربابا په ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ډاکټران وايي، چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ټولو افغانانو څخه په ځانګړې ډول د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو څخه غوښتي چې دغه وزارت سره د ماشومانو له مړینې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG