د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې ۵۷ سیار ټيمونو د پولیو واکسين لپاره ګمارل شوي دي


د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مسؤلين وایي، ۵۷ سیار ټيمونو ښه نتيجه ورکړې ده، چې په لويو لارو او کليو کې د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو د واکسين په موخه ګمارل شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدالدين منګل امریکا غږ ته وويل، چې دغو ټيمونو تر ډېره بريده ښه نتيجه ورکړې او له واکسين څخه د محرومو ماشومانونو په واکسينولو کې ښه ثابت شوي دي.

منګل زياته کړه:”په هغو ځايونو کې چې هلته د واکسين تطبيق مشکل او له خنډ ځنډ سره مخ و، هلته دوی د پوليو واکسين تطبيقوي. دا هغه ټيمونه دي چې زموږ د ثابتو ټيمونو سربېره په مختلفو ساحو کې ګمارل شوي دي‟.

د صحي رضاکارانو دغه ۵۷ ټيمونه چې د ۲۰۱۹ ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې ګمارل شوي، عمده هدف يې دا دی، چې هغه ماشومان وکسين کړي، کوم چې د وروستيو کمپاينونو پرمهال له ګوزڼ واکسين محروم پاتې شوي دي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی احمد شاه د ګوزڼ ناروغۍ پرضد د ماشومانو د واکسين هغه ټيمونه موثر بولي، چې تېرکال د ډسمبر مياشتې راهيسې عامې روغيتا رياست پر لويو لارو ګمارلي دي.

د احمدشاه په وينا، که څه هم ځينې کورنۍ د ګوزڼ له واکسين سره مخالفت لري، خو زياترو خلکو له دغو ټيمونو سره همکاري کړې ده، ځکه دا واکسين د ګوزڼ ناعلاجه ناروغي مخنيوی کوي.

”د پوليو واکسين د ماشوم روغتيا ته ډېره ګټه رسوي. ميندو او پلرونو ته وايو چې خپل ماشومان په خپل وخت واکسين کړي تر څو له فلج څخه وژغورل شي‟.

د روغتيايي مسؤلينو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ مياشتې په کمپاين کې د خوست په ځينو ولسواليو او سيمو کې د ناامنۍ له کبله شاوخوا يو سل زره ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شوي وو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه چې د ګوزڼ ويروس په کې پاتې دی. د پوليو ويروس له کبله رامنځته کېدونکی فلج تداوي نه لري، خو د مخنيوي يواځنۍ لاره يې د دې ناروغۍ ضد واکسين دي.

XS
SM
MD
LG