د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيکا کې زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين محروم پاتې دي


Afghanistan Polio
Afghanistan Polio

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي، چې له ډېرمودې راهيسې يې زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين محروم پاتې دي. دوی له روغتيايي مسوولينو د پاملرنې غوښتنه کوي.

په داسې حال کې، چې د پکتيکا روغتيايي مسوولين د ولايت ټولو سيمو ته د پوليو د واکسين رسېدو ادعا کوي، خو د برمل ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي شکايت لري، چې ګڼ شمېر سيمو ته یي له ډېرې مودې راهيسې واکسيناتوران ندي ورغلي.

د دې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي اسماعيل امريکا غږ ته وويل، داسې سيمې هم شته، چې ماشومان يې پرلپسې دوه کاله د پوليو ترڅنګ له بل هر ډول واکسين محروم پاتې شوي.

" د تنګي او الماستې دوې سرحدي سيمې دي. ډېر وخت کېږي، چې دلته واکسيناتوران نه راځي. يواځې زموږ د تنګي د سيمې د کورونو شمېر تر شپږ سوه پورې رسېږي".

برمل ولسوالۍ د جنوب ختيځو ولايتونو په کچه د پوليو پرضد د کمپاين پر وړاندې له ناامنيو او د دغې ويروسي ناروغۍ د مثبتو پېښو له احتماله ډکه سيمه بلل کېږي.

مسوولین هم مني، چې د ناامنيو له امله رضاکاران د برمل ولسوالۍ ټولو سيمو ته واکسين نشي وړلی، خو وايي هڅه یې دا ده، چې د دې سیمې ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي.

په همدې حال کې په پکتيکا کې د عامې روغتيا اړوند د پولیو برخې د عاجلې څانکې مشر محمد نور مني چې په برمل ولسوالۍ کې د تېرو څو کمپاینونو په جریان کې له شلو زرو زیاتو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دي تطبیق شوی او د نه رسېدلو عمده لامل په سیمه کې له واکسین سره د خلکو د لیوالتیا کموالی دی.

" واقعآ په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر زیات ماشومان له واکسین څخه پاته کېږي خو دوه حالته لري که چېري کمپاین کور په کور تطبیقیږي د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې ماشومان پاته کېږي او که یوازي په صحي مراکزو کې وي لکه اوس چې دی ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کې ماشومان له پولیو واکسین څخه پاته کېږي" .

برمل د پکتيکا په جنوب کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته غرنۍ او د دغه ولايت له نسبي پراخو ولسواليو څخه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې اووه او په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې بیا د پولیو دوه مثبت پېښې ثبت شوې وې، چې زیاتره قرباني ماشومان يې وزیرستاني کډوال وو.

XS
SM
MD
LG