د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسؤولین: بلخ ولایت کې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی


په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین.
په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې په بلخ او شاوخوا ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه او کمپاینونه ګرندي شوي او ټولو ماشومانو ته واکسین رسیدلی.

د پولیو د نړیوالې ورځې د راسیدو سره سم، د یاد مرکز مسؤولین وایي چې په بلخ ولایت کې د پولیو ضد مبارزه په جدیت روانه ده او دوی د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د کمپاینونو د پلي کولو لپاره بشپړ تیاری لري.

د مسؤولینو په وینا، د افغانستان له شمال زون څخه به پخوا د پولیو د مثبتو پېښو راپورونه ورکول کیدل، خو له نیکه مرغه د روان میلادي کال له پیل راهیسې په یاد زون کې کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د طالبانو له راتګ څخه وروسته په ټول افغانستان کې لس دورې واکسین ترسره شوی چې اته دوره ی په بلخ ولایت کې هم تطبیق شوي او تر هر ماشوم پوری واکسین رسیدلی.“

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي او کمپانیونو په تطبیق کې له دوی سره د ټولنې تر څنګ، د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره او یو شمېر نورې موسسې همکارې کوي، او تمه ده چې ‌ډیر ژر به د پولیو ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”اوس مهال په بلخ ولایت کې د واکسین پر وړاندې کومه ستونزه نشته. زموږ د پوښښ کچه ډیره لوړه ده او په اتو پړاوونو کې مو د ۲۰۲۲ میلادی کال ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی، او هیڅ ماشوم له واکسین څخه ندی پاتی شوی.“

د بلخ ولایت یو تن اوسیدونکي، شاه جهان، امریکا غږ ته وویل: ”موږ له عامې روغتیا ریاست او واکسیناتورانو څخه مننه کوو چې زموږ کلیو ته ځانونه رسوي او زموږ ماشومان واکسینوي او له دوی څخه غواړو چې خپلې هڅې جاري وساتي.“

د بلخ ولایت بلې اوسیدونکې، ظریفه امریکا غږ ته وویل: ”واکسین خورا زیات مهم دی او میندې او پلرونه باید خپل ماشومان واکسین کړي او که چیرې د کمپاینونو پر مهال په خپل کور کې نه وي، باید خپل کور ته ځان ورسوي، ترڅو ماشومان ېې له واکسین څخه پاتې نشي.“

د یادونې وړ ده چې دا ځل د پولیو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال روغتیا پالان او نړیوال مرستندویه بنسټونه خوښي څرګندوي چې د تیرو کلونو په پرتله د پولیو په پېښو کې کموالی راغلی او په روان میلادي کال کې یواځې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG