د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو نړیواله ورځ؛ طالبان: هڅه کوو د پولیو پیښې صفر ته راټيټي کړو


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، نسبت تېرو کلونو ته په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن دوشنبه د اکتوبر ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته وویل چې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کونړ او بله یې په پکتیکا ولایت کې ده.

ښاغلي زمان زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په دغه هیواد کې د پولیو پېښو کچه صفر ته راټيټه کړي.

هغه وویل: "که څه هم دغه واقعات له مخکې څخه زیات کم شوي دي.کوښښ مو دادی چې د واقعاتو کچه صفر ته راټيټه کړو. په تېرو کلونو کې دغه واقعات پورته و. موږ په دې وروستیو کې یوازې دوه واقعات لرو چې یو په پکتیکا او بل په کونړ ولایت کې و. دغه کومې شمېرې چې موږ اوس په لاس کې لرو یوازې دوه واقعات په یو کال کې دا ددې ښکارندویه ده چې په اینده کې به افغانستان له پولیو څخه پاک وي."

نوموړي په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو کموالي لامل د دغه ویروس په وړاندې د روغتیا وزارت او اړوندو ادارو جدي مبارزه او لیري پرتو سیمو ته د پولیو واکسین د کمپاینونونو رسېدل وبلل.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ماشومانو پولیو ویروس ناروغۍ مخنیوي په هدف شپږ ملي او دوه فرعي کمپاینونه تر سره شوي چې په وینا یې د د پولیو ویروس مخنیوي او کنټرول په برخه کې ګټور تمام شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د پولیو واکسین دغه کمپاینونه د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په همکارۍ تر سره شوي دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) هم د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ماشومانو له دایمي فلج کېدو څخه د ژغورنې یوازینۍ لار د پولیو واکسین دی.

یونیسف همدارنګه ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې لا هم ماشومان د پولیو له ناروغۍ څخه ځوریږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) د اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي: "د ماشومان د فلج ناروغۍ پای ته رسول زموږ په لاس کې ده. موږ یو له بل سره کولای شو چې سالم راتلوونکی جوړ کړو چې په هغه کې هر ماشوم، په هر ځای کې له دغه وحشتناکې ناروغۍ څخه خوندي وي."

دغه سازمان له ټولو والدینو څخه غوښتي چې له دایمي فلج څخه د خوندیتوب لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو لاهم له ماشومانو څخه قرباني اخلي.په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو ۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې پولیو درملنه نلري او باید تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د ۲۲ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې د پولیو فرعي کمپاین تطبیق شو. د طالبانو د روغتیا وزارت هغه مهال ویلي و چې په دغه کمپاین کې به نژدې ۶ میلیون ماشومان واکسین شي.

XS
SM
MD
LG