د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ وهلي شپږ کلن اسماعیل د ژوند کیسه


شپږ کلن اسماعیل چي ګوزڼ وهلی
شپږ کلن اسماعیل چي ګوزڼ وهلی

شپږ کلن اسماعیل د ګوزڼ ناروغۍ د هغو قربانیانو له ډلې څخه دی چې نشي کولای له خپل یوه لاس او یوې پښې څخه په سمه توګه کار واخلي.

کوچنې اسماعیل چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالې اوسیدونکی دی، څو کاله وړاندې په ګوزن اخته شوی او د ده تر څنګ ېې کورنۍ هم سخته اندیښمنه ده.

اسماعیل په ماشومتوب کې له پولیو ضد واکسین څخه محروم پاتې شوی او په ګوزن ناروغۍ اخته شوی، چې اوس ېې درملنه نه کیږي او د معلولیت له امله ېې ژوند نیمګړی او له ستونزو ډک دی.

د نوموړي یو لاس په بشپړه توګه له کاره لویدلی او یوه پښه ېې هم کمزورې ده، او نشي کولای چې د ماشومتوب له لوبو خوند واخلي.

د اسماعیل پلار، عبدالوارث وایي په تیرو کلونو کې ېې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله تل له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کوله او له همدې امله ېې ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او اسماعیل په ګوزڼ اخته شوی.

ښاغلي عبدالوارث، امریکا غږ ته وویل: ”د اسماعیل یو لاس کار نکوي او یوه پښه ېې هم کمزورې ده او له همدې کبله نشي کولای چې له خپلو همزولو سره لوبې وکړي، چې دا ستونزه نه یواځې دی بلکه ټوله کورنۍ ځوروي.“

د نوموړي په وینا، اسماعیل ځیني وختونه نورو ماشومانو ته په کتو ناهیلی ښکاري او د کمښت احساس کوي.

ښاغلې عبدالوارث زیاته کړه: ”موږ د اقتصادي ستونزو سربیره ډیره هڅه کړې چې د اسماعیل درملنه وکړو، خو ډاکټرانو راته وویل چې ګوزڼ درملنه نلري او ښایي د وخت په تیریدو سره ېې لاس نور هم له کاره ولویږي.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او باید هغوی په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو په ګوزڼ اخته نشي، ځکه معلولیت لرونکي ماشومان د عمر تر پایه ځوریږي او کورنۍ ېې هم ورسره رنځ وړي.

XS
SM
MD
LG