د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین په تطبیق کې د کورنیو مسولیتونه


آرشیف
آرشیف

د فراه ولایت روغتیایي مقامات او مدني فعالین وایي پولیو واکسین ولسي پروګرام دی او د ټولنې هر غړی د پولیو واکسین کمپاینونو سره د همکارۍ په ډګر کې مسؤل دی.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق وايي، که خلک غواړي چې ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان یې واکسین شي، نو دوی باید په ولسوالیو او کلیو کې هم د واکسین ګرځنده کمپاینونو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي شایق وویل: "... زموږ پیغام ټولو خلکو ته دا دی چې په هر ځل کمپاین کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي، او خلک باید سل سلنه زموږ سره همکارې وکړي چې موږ وکولای شو د هر کور مخې ته ولاړ شو او خپل ماشومان واکسین کړو".

د فراه مدني فعال، احمد صادق مختاري وايي، په ټولنه کې د هرې کورنۍ غړو ته پکار ده چې یواځې د خپلو ګلالیو ماشومانو د ژغورنې په موخه واکسین کوونکي په کلیو او بانډو کې د خپلو کورونو تر دروازو پورې یوسي، تر څو په راتلونکي کې د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

هغه وویل: "... هغه ډلې چې د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي، زما غوښتنه ور څخه داده چې دوی یواځې د خپلو ماشومانو او د خپلې کورنۍ د ماشومانو د ژغورنې په موخه د پولیو واکسین کوونکو سره همکاري وکړي تر څو موږ د ګوزڼ ناروغۍ څخه خلاصه ټولنه او خلاص افغانستان ولرو".

د فراه اوسېدونکي هم د پولیو واکسین تطبیق ډیر اړین بولي، ځکه په وینا یې په هغه کلیو کې چې پولیو واکسین تطبیق شوی وي، هلته هیڅ وخت د ګوزڼ کومه مثبته پيښه نده ثبت شوې، او په هغو سیمو کې چې د ځینو ننګونو له امله پولیو واکسین ندی تطبیق شوی، هلته تل ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي.

بسم الله لونګ، د فراه یو اوسېدونکی پدې هکله داسې وايي: "... موږ وینو چې د امنیتي ګواښنونو له امله په ډیرو سېمو کې د پولیو واکسین کمپاینونه بند دي. نو زه پر ټولو فراهیانو غږ کوم چې د پولیو واکسین کوونکو سره همکاري وکړي."

نوموړي زیاته کړه، په هغه کلیو کې چې د پولیو واکسین کمپاینونه بند دي، هلته تل د ګوزڼ پیښې رامنځته شوي دي.

ډاکتران وایي، که چیرې ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق نشي، نو یو ځل بیا افغان ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ کېدای شي.

XS
SM
MD
LG