د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ وهلي ناروغ ستونزمن ژوند، د کورنې د غړو په رواني روغتیا اغیز کوي


انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی

په فراه ولایت کې روغتیا پالان وایي چې د ګوزڼ وهلو کسانو له ستونزو او کړاوونو ډګ ژوند د هغوی د کورنیو د نورو غړو په رواني روغتیا هم ناوړه اغیزه لري.

د روغتیا پالانو په وینا، دا یواځې ګوزڼ وهلي‌ کسان ندي چې د فزیکي روغتیا له پلوه د دغې خطرناکې ناروغۍ بیه پرې کوي، بلکه د وخت په تېریدو سره د دوی د کورنیو نور غړي هم له رواني ستونزو سره مخ کیږي.

په فراه ولایت کې د عصبي ‌او رواني ناروغیو متخصص، ډاکټر حمزه فراهي امریکا غږ ته وویل: "د معلولو ماشومانو میندې او پلرونه معمولاً د خپلو بچیانو راتلونکي ته اندیښمن وي، او پدې توګه په ځینو رواني ستونزو لکه ژور خپګان، اضطراب او کسالت اخته کیږي."

په ګوزڼ د اخته کسانو ستونزمن ژوند ته په کتو سره، د اقتصادي او ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي چې معلولیت لرونکي اشخاص تل نورو کسانو ته اړ وي او نشي کولی په سمه توکه له کاري او روزنیزو فرصتونه ګټه پورته کړي.

په فراه ولایت کې د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد، محمد طاهر تنزي په دې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: "له کومه ځایه چې په افغانستان کې په کافې اندازه کاري فرصتونه شتون نلري، نو معلولیت لرونکي اشخاص به خامخا د کارموندنې له اړخه له زیاتو ستونزو سره مخ شي."

د ښاغلي تنزي په وینا، اوس مهال چې په افغانستان کې ګن شمیر خلک له وزګارۍ او بیوزلۍ سره لاس او ګریوان دي، که چیرې په دا ډول شرایطو کې په یوه کورنۍ کې یو فلج ناروغ پروت وي، ښکاره خبره ده چې له کړاوونو او سختیو ډک ژوند به ولري.

واحد خان وحیدي، د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر وویل: " کله چې یو ماشوم په ګوزڼ اخته کیږي، د ژوند تر پایه به معلول وي او تل به د کورنۍ او ټولنې د غړو د اوږو بار وي."

ښاغلي وحیدي له کورنیو وغوښتل چې په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي او پدې توګه یادو ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG