د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد مبارزه کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو ګډوڼ اړین دی- روغتیا پالان


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیا پالان وایي چې د ګوزڼ ضد مبارزه ګډ کار ته اړتیا لري او باید د روغتیایي کارکوونکو او رضاکارانو تر څنګ د ټولنې بیلابیل قشرونه پکې ګډون وکړي.

دوی ټینګار کوي چې د میندو او پلرونو سربیره باید د ټولنې هر غړی د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې خپل مکلفیت ادا کړي، او باید دا حقیقت درک کړي چې د ګوزڼ ضد مبارزه یواځې د روغتیایي کارکوونکو او رضاکارانو مسؤولیت ندی.

کابل کې د کتلوي معافیت د پروګرام پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب، پدې هکله امریکا غږ ته وویل:”د روغتیایي کارکوونکو او میندو او پلرونو تر څنګ، د ټولنې بیلابیل قشرونه لکه دیني عالمان، ښوونکي او رسنۍ د پولیو ضد مبارزه کې، په ځانګړې ډول د عامه پوهاوي په برخه کې ستر مسؤولیت لري.“

د نوموړي په وینا، د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې واکسیناتوران بنسټیز رول لري او باید خدمتونو ته یې د قدر په سترګه وکتل شي، ځکه همدوی دي چې په هر ډول شرایطو کې تر هر کلي او هر کور پورې ځانونه رسوي او ماشومان واکسینوي.

په ورته مهال، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکي هم د پولیو ضد مبارزه کې په ګډ کار ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسیدونکي، پاڅون، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د مخنیوي لپاره باید ټول په ګډه کار وکړو او له واکسیناتورانو او روغتیایي کارکوونکو سره همکاري وکړو، تر څو د یادې ناروغۍ تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.“

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ډیری لیرې پرتو سیمو کې لا هم خلک له واکسیناتورانو سره لازمه همکاري نه کوي، او ګڼ شمېر داسې کورنۍ شته چې د منفي تبیلغاتو له امله خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې نه واکسینوي.

XS
SM
MD
LG