د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره شخصي او محیطي حفظ الصحه اړینه ده – روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د افغانستان د ختیځې حوزې روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره شخصي او محیطي حفظ الصحه، په ځانګړي ډول د څښاک د اوبو پاکوالی اړین دی.

دوی ټینګار کوي چې په آزاده فضا کې رفع حاجت کول او د څښاک د اوبو ککړتیا د پولیو ویروس د لیږد مهم عوامل بلل کیږي او خلک باید شخصي او محیطي حفظ الصحه په جدي توګه رعایت کړي.

د روغتیا پالانو په وینا، پدې وروستیو کې د محیطي حفظ الصحې د نه رعایتولو له امله په ختیځو ولایتونو کې د چاپیریال سمپلونه مثبت شوي، چې د پولیو ناروغۍ د لوړ ګواښ ښکارندویي کوي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د اوبو پرانیستی سیستم د پولیو ناروغۍ د انتقال سبب کیږي. د څښاک د اوبو د سرچینې او د فاضله اوبو د کویي ترمنځ باید ستندرد واټن رعایت شي، او د څښاک د اوبو سرچینه باید په منظم ډول کلورینیشن شي، تر څو د میکروبونو د انتقال مخه ونیول شي.“

ډاکټر ذین الله، پدې هکله خپل نظر داسې شریکوي: ”د پولیو ویروس د هضمي سیستم له لارې د انسان بدن ته داخلیږي او په غایطه موادو کې چاپیریال ته دفع کیږي. ښه به دا وي چې په آزاده فضا کې له رفع حاجت کولو ډډه وشي او شخصي او محیطي حفظ الصحه په کلکه رعایت شي.“

د جلال آباد ښار یو تن اوسیدونکی، مسلم تکل، امریکا غږ ته وویل: ”روغتیا پالان تل یادونه کوي چې د پولیو ناروغي د حفظ الصحې د نه رعایتولو له امله خپریږي. نو زه هم له خپلو ټولو هیوادوالو غواړم چې د خپل چاپیریال پاکوالي ته پاملرنه وکړي، تر څو زموږ ماشومان له یادې ناروغۍ خوندي پاتې شي.“

روغتیا پالان په خلکو غږ کوي چې د شخصي او محیطي حفظ الصحې د رعایتولو تر څنګ، باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG