د لاس رسي وړ اتصالات

په ګوزڼ د یو اخته ډاکټر داستان


ډاکټر سید یحیی، چې په ماشومتوب کې د پولیو ویروس ښکار شوی
ډاکټر سید یحیی، چې په ماشومتوب کې د پولیو ویروس ښکار شوی

په غزني ولایت کې په ګوزڼ اخته ځوان وایي سره له دې چې له زیاتو ستونزو سره مخ شوی، خو خپل همت یې له لاسه ندی ورکړی.

۳۸ کلن سید یحیی، چې په ماشومتوب کې د پولیو ویروس ښکار شوی، د بیلابیلو ستونزو سربیره یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی. نوموړی اوس مهال د ډاکټر په صفت دنده ترسره کوي او خپلې خاطرې او سپارښتنې له موږ سره شریکوي.

نوموړی له کلونو راهیسې په غزني ولایت کې د سویډن موسسې په روغتون کې د اورتوپیدي ډاکټر په توګه کار کوي، او معلولیت لرونکو کسانو ته مصنوعي پښې جوروي.

ډاکټر سید یحیی امریکا غږ سره په خبرو کي وویل: ”په یو کلنۍ کې پولیو زما د یوې پښې حرکت راڅخه اخیستی، خو په هیڅ صورت یې زما هیلې او موخې ندي اغیزمنې کړي. هر کس په خپل ژوند کې له ستونزو سره مخ کیږي، خو باید خپل همت له لاسه ورنکړي.

نوموړی له یوه لوري له کورنیو غواړي چې هرومرو خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د ده په شان برخلیک سره مخ نشي، او له بل لوري په معلولیت لرونکو کسانو غږ کوي چې باید زحمت وکاږي او په هیڅ صورت د کورنۍ د اوږو بار نشي.

ښاغلي یحیی زیاته کړه: ”کورنۍ باید معلولیت لرونکو اشخاصو ته د تعلیم او ځینو مهارتونو لکه خیاطي، د ټیلفون ترمیم، دوکانداري او داسې نورو مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړي، تر څو په خپل ځان ډاډ پیدا کړي.

نوموړی په خلکو غږ کوي چې معلولیت لرونکو کسانو ته په تیټه سترګه ونه ګوري، او همدارنګه له دولت څخه غواړي چې د ټولنې دې قشر ته ځانګړې پاملرنه وکړي او باید ورته د کار زمینه برابره کړي.

بل لوري ته، د ډاکټر سید یحیی یو شمېر همکاران د نوموړي د صداقت او نه ستړي کیدونکو هڅو یادونه او قدرداني کوي.

په غزني ولایت کې د سویډن موسسې په روغتون کې موظف ډاکټر، محمد عیسی، امریکا غږ ته وویل: ”سید یحیی یو تکړه ډاکټر دی، او په پوره صداقت او ایماندارۍ سره خپله دنده ترسره کوي، ځکه د معلولیت لرونکو کسانو ستونزې درک کولای شي.

XS
SM
MD
LG