د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د کوچیانو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ندی رسیدلی


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د غزني ولایت په مرکز کې پراته کوچیان د ګوزڼ واکسین په اړه پوهاوی لري او د واکسین مخالفت نکوي، خو وایي چي د دوی ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین ندی رسیدلي.

دغه کوچیان د ژوند له اړینو آسانتیاوو لکه د څښاک اوبه، ښوونځۍ او روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې دي.

د نوموړو په وینا، څرنګه چې د دوی په سیمه کي جوماتونه نشته او یا د دوی کیږدۍ له جوماتونو څخه واټن لري، نو ماشومان ېې د جومات په جومات کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي.

ډیر کم شمېر کوچیان دي چې ماشومانو ته ېې د پولیو ضد واکسین رسیږي، هغه هم هغه کوچیان چې جوماتونه ته نږدې پراته دي.

د غزني د مرکز د علي لالا صاحب د سمیې اوسیدونکی ۴۲ کلن عبدالرحمن چې د پنځو ماشومانو پلار دی وايي چې تر اوسه پورې د دوی سیمې ته د ګوزڼ ضد واکسین ټیمونه ندي ورغلي.

نوموړي دا هم وویل چې که چیرې د دوی سیمې ته د واکسین ټیمونه ورشي، نو خامخا به خپل ماشومان د واکسین لپاره هغوی ته راوکاږي.

اغلې زروکه چې له خپلې کورنۍ سره په یاده سیمه کې ژوند کوي وايي چې هر ځلی ېې لمسیان له واکسین څخه پاتې شوي، ځکه نه دوی ته نږدې کوم جومات شته او نه هم د واکسین ټیمونه د دوی کیږدیو ته ورځي.

اغلې زروکې امریکا غږ ته وویل: " موږ د ګوزڼ په ګډون د ماشومانو د نارغیو لکه تورې ټوخلې او شري له واکسینونو سره آشنایي لرو. د واکسین ټیمونه کله ناکله دلته راشي د یوه کور ماشومان واکسینوی او د بل کور ماشومان ترې پاتې شي."

د علي لالا صاحب د سیمې د جومات ملا امام، نعمت الله کوچی بیا وایي چې اوس د ماشومانو د واکسین لپاره د کورنیو لیوالتیا زیاته شوې او ډیری کورنۍ خپل ماشومان جوماتو ته د واکسین لپاره راوړي.

بل لوري ته د غزني روغتیایي مسؤولین وايي چې په هغه سیمو کې چې کوچیان میشت دي او جوماتونو ته لاسرسی نلري، هلته به د واکسیناسیون اضافي ټیمونه وګوماري.

په غزني کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس مولوی محمد حنیف مصباح په دې هکله امریکا غږ ته وویل: " موږ به د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړو چې د کوچیانو د سیمو لپاره د واکسیناسیون د ټیمونو شمېر زیات کړي، تر څو د کوچیانو ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي."

په غزنې کې میشت کوچیان له روغتیايي چارواکو غواړي چې د دوی ماشومانو ته دې کور په کور د ګوزڼ واکسین وکړي، ځکه د دوی ډیری کورنۍ له جوماتونو څخه لرې پرتې دي.

XS
SM
MD
LG