د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي‌ولایتونو ګڼ شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي


د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین
د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې د مرکز مسؤولین وایي چې د پرله پسې هڅو سربیره بیا هم ګڼ شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي.

روغتیایي مسؤولین د جومات په جومات کمپاین کړنلاره ځکه اغیزناکه نه بولي چې په دا ډول کمپاین کې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي نه رسیږي.

د افغانستان په جنوب کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټرعبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل: " دا درېیم ځل دی چې په کمپاینونو کې د ماشومانو د واکسین سلنه ټیټه ده او په هر کمپاین کې له موږ څخه ګڼ شمېر ماشومان پاتې کیږي."

د ډاکټر پخلا په وینا، دوی په دې اړه له ولایتي ادارې او عامې روغتیا وزارت سره خپلې اندیښنې او ملاحظات شریک کړي او د کور په کور کمپاین غوښتنه ېې کړې.

نوموړي زیاته کړه، که چیرې کور په کور کمپاین پیل شي او تر هر ماشومه پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسیږي، په چټکۍ سره به په سویلي حوزه کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو امکان لوړ شي.

همدا راز، د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام همکار بنسټونه هم له واکسین څخه د ماشومانو پاتې کېدل د هغوی د روغتیا لپاره ګواښ بولي او ټینګار کوي چې که چیرې د پولیو ضد مبارزه له ټاکل شویو معیارونو سره سمه عملي نشي، ښایي په سویلي حوزه کې د ګوزڼ ناروغۍ پیښې زیاتې شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف د ادارې د پولیو د پروګرام مسؤول سید کمال شاه په دې هکله وایي: " سویلي ولایتونه، په ځانګړي ډول کندهار او هلمند ولایتونه د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره خورا زیات مهم دي."

د ښاغلي کمال شاه په وینا، پخوا به د هیواد په کچه نږدې ۸۰ سلنه د پولیو پیښې له یادو ولایتونو څخه راپور ورکول کیدی، نو په دغو ولایتونو کې د اغیزمنو کمپاینونو ترسره کول او تر هر ماشومه پوری د واکسین رسول به د پولیو ویروس په له منځه وړلو کې رغنده رول ولوبوي.

بل لوري ته د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو له پیل څخه خوښ دي، خو له دې کبله چې ماشومانو ته ېې په منظم ډول واکسین نه رسیږي، اندیښمن ښکاري.

د کندهار ښار اوسیدونکي، اختر محمد امریکا غږ وویل: " ډېر وخت کیږي چې د واکسین ټیمونه زموږ کورونو ته ندي راغلي او زموږ ماشومان ېې ندي واکسین کړي."

ښاغلي اختر محمد زیاته کړه، که چیرې د جومات په جومات کمپاین په ځای د پخوا په شان کور په کور کمپاین وشي، نو هیڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي.

د یادونې وړ ده چې په کندهار کې څه باندې ۵۰۰۰۰۰ تنه ماشومان د واکسین هدف دي، چې په تر دې دمه یې یواځې ۲۰۰۰۰۰ تنه ماشومانو ته واکسین رسیدلی.

روغتیا پالان وایي چې ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده او د پولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG