د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزې په پلان بیا غور کیږي


خوست ولایت کې د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
خوست ولایت کې د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

فراه کې د ډاکټرانو طبي ټولنې له چارواکو غوښتي چې د شرایطو په پام کې نیولو سره دې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې په پلان بیاکتنه وکړي، تر څو د پولیو ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

په فراه ولایت کې د ډاکترانو د طبي ټولنې یو شمېر غړي چې د درملنې سربیره د روغتیایې چارو د سمون لپاره کار کوي وايي چې دوی د ګوزڼ پر وړاندی روانه مبارزه ګام په ګام څاري او د سمون لپاره ېې روغتیایي چارواکو ته ګټور وړاندیزونه کړي.

په فراه کې د ډاکترانو د طبي ټولنې د مدیره پلاوي مشر ډاکټر محمد عارف زلال، امریکا غږ ته وویل: " پخوا به په لرې پرتو سیمو کې د امنیتې ګواښونو له کبله ډیری ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې کیدل، خو د امنیت په ټینګیدو سره باید هرومرو تر هر ماشوم پورې واکسین ورسیږي."

نوموړی له روغتیایې چارواکو غواړي چې باید د خلکو ذهنیت دې ته چمتو کړي چې په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي او راتلونکی‌ ېې تضمین شي.

بل لوري ته، د فراه یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د ګوزڼ سره د مبارزې په تړاو د فراه د ډاکټرانو د طبي‌ ټولنې سپارښتنې او وړاندیزونه ګتور دي او د ستونزو په حل کې اغیزناک رول لوبولی شي.

د فراه اوسیدونکی محمد عوض یون، امریکا غږ ته وویل: " د فراه د ډاکترانو د طبي ټولنې له غړو څخه مننه کوو چې د ګوزڼ پر وړاندې د روانې مبارزې له بهیر څخه څارنه کوي او له چارواکو او خلکو سره خپل نظریات او مشورې شریکوي."

روغتیایي چارواکي هم د یادې ټولنې غوښتنې پر ځای بولي او وایي چې د دوی د ارزښتناکه وړاندیزونو پر بنسټ به د پولیو پر وړاندې د مبارزی په پلان کې اړین بدلونونو راوړي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر واحد خان وحیدي وایي چې د پخوا په پرتله د دوی په کړنلاره کې ژور بدلون راغلی او اوس د دې ولایت په ټولو سیمو کې د واکسین د تطبیق لپاره زمینه برابره شوی.

ښاغلي وحیدي امریکا غږ ته وویل: " موږ کابو درې کاله په فراه کې د پولیو ضد سرتاسري کمپاینونه ندي ترسره کړي، خو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۷ (مرغومي ۲۷) نیټه مو د مرکز په ګډون په ټولو یوولسو والسوالیو کې ماشومانو ته واکسین تطبیق کړ."

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو افکارو او باورونو د شتون په ګډون د یو شمېر نورو ننګونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې لا هم ګڼ شمير ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG