د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: کورنۍ باید د سفر په مهال په لویو لارو کې خپل ماشومان واکسین کړي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

پلازمینه کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید د سفر په مهال په لویو لارو کې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

د دوی په وینا، هغه کورنۍ چې د پولیو ویروس د لوړ ګواښ لرونکو سیمو ته سفر کوي، باید د لویو لارو په اوږدو کې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د کتلوي معافیت د پروګرام پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ویروس د لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو تر منځ پرتو لویو لارو کې د واکسیناسیون ټیمونه فعالیت کوي، او مسافرو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.“

د نوموړي په وینا، مسافرې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او په لویو لارو کې هغوی واکسین کړي، تر څو د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي، او له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.

په ورته مهال، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکي وایي چی د لویو لارو په مسیر کې د واکسیناتورانو شتون، د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې ګټور تمامیږي، او کورنۍ باید د تګ راتګ په مهال خپل ماشومان واکسین کړي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، عاطف، امریکا غږ ته وویل:” د افغانستان په ډیری لویو لارو کې واکسیناتوران شته او مسافر ماشومان واکسینوي، خو خلک ډیری وختونه په فرعي لارو چې واکسیناتوران ورته لاسرسی نلري، تګ راتګ کوي، چې دا کار په خپل وار سره د پولیو د سرایت احتمال زیاتوي.“

نوموړی د لویو لارو له واکسیناتورانو او مسافرو کورنیو غواړي چې هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي، تر څو د دایم لپاره د پولیو ویروس تغر له افغانستان څخه ټول شي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده، خو میندې او پلرونه باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، تر څو له یوه پلوه د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه شي، او له بله پلوه نورو ماشومانو ته د پولیو ویروس له انتقال څخه مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG