د لاس رسي وړ اتصالات

یو ګوزڼ وهلی افغان له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي


عبدالقدوس، د بغلان اوسېدونکی او په ګوزڼ اخته ځوان
عبدالقدوس، د بغلان اوسېدونکی او په ګوزڼ اخته ځوان

د بغلان ولایت اوسیدونکی، عبدالقدوس، چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوی، له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

که څه هم د راپورونو په اساس اوس په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه په ښه توګه روانه ده او د پولیو ناروغي په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي، خو د عبدالقدوس په څیر یو شمير افغانان د پولیو ویروس ښکار شوي او له تل پاتې معلولیت څخه رنځ وړي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی، عبدالقدوس، خپل معلولیت ته په اشارې سره له کورنيو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو یې ژوند د ده په څیر تریخ او له کړاوونو ډګ نه وي.

ښاغلي عبدالقدوس، امریکا غږ ته وویل: ”کله چې موږ د ګاونډي هېواد پاکستان په پښتونخوا سیمه کې د کډوالۍ ورځې او شپې تیرولې، زه په پولیو ناروغۍ اخته شوی یم. زه له ټولو کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي، ترڅو زما له برخلیک سره مخامخ نشي.

د نوموړي په وینا، کله چې دوی پاکستان کې ژوند کاوه، واکسین ته یې لاسرسی نه درلود او دی په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو، خو له هغه وروسته چې دوی افغانستان ته راستانه شوي، کورنۍ یې په هر کمپاین کې خویندې او ورونه واکسین کړي او هغوی روغ رمټ دي.

هغه وویل چې د پولیو ناروغۍ د ژوند هر ډول خوښي ورڅخه اخیستې او نشي کولای خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. د دې سربیره، ټوله کورنۍ ورته له غاړې ده، او د معلولیت له کبله نشي کولای د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

د بغلان ولایت اوسیدونکی او د پولیو رضاکار، جمیل‌الرحمن هوتک، امریکا غږ ته وویل: ”د پخوا په پرتله د پولیو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې، او اوس خپل ماشومان واکسینوي. زما غوښتنه له کورنیو دا ده چې هغه ماشومان چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي، باید په روغتیایي مرکزونو کې یې واکسین کړي.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر مسعود احمدي، امریکا غږ ته وویل: ”په نږدې راتلونکي کې به په بغلان ولایت کې د همکارو ادارو په ملتیا د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي، تر څو خلک د ماشومانو واکسینولو ته وهڅول شي، او هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د نوموړي په وینا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره د عامه پوهاوي د پروګرامونو په برخه کې مرسته کوي، او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، حج او اوقاف ریاست، دیني عالمان او سیمه ایزې رسنۍ یې په تطبیق کې برخه اخلي.

د عبدالقدوس په څیر ګڼ شمېر افغان ماشومان شته چې د بیلابیلو عواملو له امله د پولیو ضد واکسین څخه محروم شوي، او اوس نیمګړی او له کړاوونو ډک ژوند لري، او د خپلو کورنیو د اوږو بار دي.

XS
SM
MD
LG