د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د هوا په تودیدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ هم لوړیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیا پالان او اوسیدونکي وایي چې د هوا په تودیدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ هم لوړیږي.

د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیاپالان د ګرمي موسم په راتګ سره له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا‌ ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی په وینا د هوا د تودوخي د درجې په لوړیدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ هم لوړیږي.

روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید له یوه لوري د خپلو ماشومانو او چاپیریال پاکوالي ته پاملرنه وکړي او له بل لوري خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

ډاکټر امیر‌الله، امریکا غږ ته وویل: "پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې د تل پاتې معلولیت سبب کیږي او له بده مرغه د هوا په ګرمیدو سره د پولیو ویروس د لیږد چانس هم د ماشومانو ترمنځ لوړیږي."

ښاغلی امیر‌الله له کورنیو غواړي چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتي شي.

بل لوري ته، د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي، سمیع‌الله امریکا غږ ته وویل: "د اوړي په موسم کې د پولیو ناروغۍ پیښې زیاتیږي او دا زموږ ټولو مسؤولیت دی چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړو، تر څو ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین په سم ډول تطبیق شي."

د ننګرهار بل اوسیدونکی، حبیب‌الرحمن بیا وایي: "موږ له ډاکټرانو اوریدلي چې د ګرمۍ موسم په رارسېدو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ زیاتیږي، نو باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړو او هغوی واکسین کړو."

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، او که چیرې خلک د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه ونکړي، نو یاده ناروغي به د زیاتو ماشومانو ژوند وګواښي.

XS
SM
MD
LG