د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسؤولین: هلمند کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ټکني شوي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د افغانستان د جنوب لویدیځې حوزې روغتیایي چارواکي وایي چې هلمند کې د روغتیایي مبلغینو د شمېر د کموالي له امله د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ټکني شوي.

په تېرو څلورو کلونو کې د هلمند ولایت زیات شمېر ماشومان له پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې شوي او پدې وروستیو کې په یاد ولایت کې د پوليو د وېروس شتون هم ثابت شوی.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام یو تن چارواکی، سمیع‌الله همدرد وایي چې د پوليو ضد مبارزه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه اغېزناک رول لري، خو له بده مرغه دوی په هلمند ولایت کې د روغتیایي مبلغینو د شمېر له کمښت سره مخ دي.‌

ښاغلي همدرد امریکا غږ ته وویل: "د هوا په تودېدو سره د پولیو ناروغۍ د خپریدو چانس زیاتیږي، نو په کار ده چې د عامه پوهاوي‌ پروګرامونه هم پراختیا ومومي."

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د کموالي عمده لاملونه د روغتیایي مبلغینو د شمېر کموالی او راډیو او ټلویزیون ته د خلکو نه لاسرسی بلل کیږي.

روغتیا پالان د هلمند ولایت په چاپيریال کې د پولیو وېروس د شتون په اړه اندیښمن دي او وایي که د دغه ویروس پر وړاندې وقایوي تدابیر ونه نیول شي، ښایي د پولیو ناروغي په چټکۍ سره په هلنمد او ګاونډیو ولایتونو کې خپره شي.

ښاغلي همدرد پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: "د ناپاکو اوبو څخه اخیستل شویو طبي نمونو په ډاګه کړې چې په هلمند ولایت کې په پراخه کچه د پولیو وېروس شتون لري او موږ له همدې امله هڅه کوو چې تر هر ماشوم پورې‌ واکسین ورسوو."

د هلمند ولایت یو تن اوسیدونکي، دوست محمد امریکا غږ ته وویل: "پخوا به د واکسین ټیمونه زموږ کورنو ته راتلل. اوس هم له هغوی غوښتنه لرو چې د پخوا په څېر زموږ کورونه ته راشي او ماشومان مو واکسین کړي."

د روغتیایي چارواکو په وینا، په جنوبي حوزه کې یو نیم میلیون تنه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، خو د تیرو څلورو کلونو په اوږدو کې تر يو ميلیون زیات ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي، چې د پام وړ شمېر ېې په هلمند ولایت کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG