د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: کور په کور کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعالیت موثر دی


پولیو
پولیو

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د پلازمینې کابل د ټولو ولسوالیو کور په کور کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعالیت ښې پایلې درلودې.

د روغتیایي چارواکو په وینا، اوس مهال په کابل کې څه د پاسه ۲۰۰۰ تنه ښځینه واکسیناتورانې کور په کور کمپاین کې برخه اخلي او د دوی رول خورا زیات ګټور ثابت شوی.

دوی یادونه کوي چې په نورو روغتیایي څانګو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت موثریت ته په کتو سره یې د کابل په ټولو ولسوالیو کې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راوړی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، امریکا غږ ته وویل: ”د کابل په ټولو ولسوالیو او ناحیو کې ښځینه واکسیناتورانې دنده ترسره کوي او د دوی فعالیت په کور په کور کمپاین کي زیات ګټور ثابت شوی.“

د ښاغلي امرخیل په وینا، ښځینه واکسیناتورانې کولای شي په آسانۍ سره او پرته له کوم ممانعت څخه د خلکو کورونو ته دننه شي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

بل لوري ته ځینې کابل میشتې میرمنې هم دا تاییدوي چې د پولیو واکسین په تطبیق کې د ښځینه واکسیناتورانو فعالیت ګټور دی، ځکه دوی کولای شي په ډاډ سره هغوی ته د خپلو کورنو دننه هرکلی ووایي او خپل ماشومان واکسین کړي.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکې، سعدیه امریکا غږ سره خپل نظر داسې شریکوي: ”کله ناکله د پولیو ټیمونو په ترکیب کې ښځینه واکسیناتورانې هم ګډون لري، او موږ کولای شو د دوی په همکاري په ډاډ سره خپل ماشومان واکسین کړو.“

د کابل ولایت بله اوسیدونکې، ماریا بیا وایي چې نه یواځې په کابل کې، بلکه په نورو ولایتونو کې هم باید د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر زیاتوالي ته جدي پاملرنه وشي.

کورنۍ ځکه د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر په زیاتوالي ټینګار کوي، چې له دوی سره د خوندیتوب او ډاډ احساس کوي او کولای شي پرته له هر ډول اندیښنې څخه خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG