د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې به د هوا له سړیدو وړاندې زرګونو ماشومانو ته واکسین ورسیږي - روغتیایي چارواکي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د ارزګان ولایت د پولیو ضد مبارزې مسؤولین وايي د ژمې له پیل وړاندې به زرګونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.

له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ کال پوری په ارزګان ولایت کې د پولیو څو پرله پسې‌‌ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې لا هم د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې لوی ګواښ بلل کیږي.

ارزګان ولایت سوړ ژمی لري او د هوا په سړیدو سره ځینو ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کیږي چې د پوليو واکسین د رسولو په برخه کې هم خنډونه رامنځته کوي، خو روغتیايي مسؤولین وايي چې دوی هڅه کوي د هوا له سړیدو مخکې تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.

تېره اونۍ، پدې ولایت کې د پوليو ضد درې ورځنی کمپاین پای ته ورسید، خو ویل کیږي چې زیات شمېر ماشومان بیا هم له واکسین څخه پاته شوي دي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، محمد رفیق، امریکا غږ ته وویل: ”زموږ ټاکل شوی هدف ۲۵۳۶۶۹ ماشومان ؤ، چې له دې ډلې څخه ۱۹۶۱۹۹ تنه ماشومان واکسین شول او پاتې ماشومان به ځایي ټیمونه او یا کلینیکونه واکسین کړي.“

که څه هم سږکال په سویلي ولایتونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده تر سترګو شوې، خو په تېرو کلونو کې ځینې ولایتونه د مثبتو پېښو شاهد ؤ.

د ارزګان ولایت اوسیدونکي، ګل احمد، امریکا غږ ته وویل: ”زه په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوم، تر څو له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي او له ټولو کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چي پولیو درملنه نلري، او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او باید د پولیو ضد هر کمپاین کې هغوی واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG