د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو ناروغۍ پېښې کمې شوي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د خلکو د پراخې همکارۍ له امله د پولیو ناروغۍ د پېښو شمېر کم شوی، او دوی هیله من دي چې ‌‌ډیر ژر به د پولیو ویروس په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.

دوی د خلکو هراړخیزه همکاري او د روغتیایي کارکوونکو غوره مدیریت د پولیو ناروغۍ د پېښو د کمیدو د اصلي عواملو په توګه یادوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، امریکا غږ ته وویل: ”په تیر یوه کال کې له موږ سره ټول ولس همکاري کړې او د همدې همکارۍ او غوره مدیریت له امله موږ توانیدلي یو چې د پولیو ضد اته کمپاینونه په بریالیتوب سره ترسره کړو.“

د نوموړي په وینا، د خلکو له همکارۍ پرته د پولیو ناروغۍ د پېښو د ګراف راټیټول ناشونی کار دی، او که چیرې دوی خپلې همکار‎ۍ ته دوام ورکړي، ډیر ژر به د یادې ناروغۍ پېښې صفر ته ورسیږي.“

بل پلو، د کابل ځینې روغتیا پالان او اوسیدونکي هم ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په ګډون د هر ډول ساري ناروغیو مخنیوی، د خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.

د کابل په فرانسویانو روغتون کې د ماشومانو د ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت الله حامد، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ماشومانو د ساري ناروغیو په وقایه کې د خلکو په تیره بیا د میندو او پلرونو همکاري ډیړه اړینه ده، ځکه یواځې روغتیایي کارکوونکي نشي کولای ساري ناروغۍ کنټرول کړي.“

د کابل یو تن اوسیدونکي، سدیس، امریکا غږ ته وویل: ”زموږ کورنۍ تل د پولیو او نورو ساري ناروغیو په مخنیوي کې له روغتیایي کارکوونکو سره همکاري کوي، او نور خلک هم باید پدې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.“

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس شتون لري، او د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG