د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه چمتو شوي


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې دوی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د پولیو ضد مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه چمتو کړي.

په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ختیځ کې د پولیو ناروغۍ د یوې مثبتې پېښې او په پراخه کچه د چاپیریال د مثبتو سمپلونو شتون، د عامې روغتیا وزارت او همکار نړیوال بنسټونه دې ته هڅولي چې د ۲۰۲۳ کال لپاره یادې حوزې ته ځانګړی مایکرو پلان جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د نوي میلادي کال په پلان کې د واکسین د ټیمونو زیاتول، د ښځینه کارکوونکو استخدام، له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو د شمېر راټیټول او د هغوی کورنیو ته د پوهاوي پروګرامونه په پام کې لرو.“

د نوموړي په وینا، د دې تر څنګ به په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د روغتیایي مبلغینو شمیر زیات شي، اړین روزنیز پروګرامونو به ترسره شي او له اتو تر لسو کمپاینونو به تطبیق شي، چې پدې توګه به د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه صفر ته راټيټه شي.

بل لوري ته، د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د عامې روغتیا وزارت او همکار نړیوال بنسټونه باید د پولیو ضد مبارزې چارې ګړندۍ کړي، ځکه که ژر ته ژره د پولیو د خپریدو مخه ونه نیول شي، ښایي نورې سیمې هم په یاد ویروس ککړې شي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي، محمود اتل، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو ضد مبارزه کې له ښکیلو ملي او نړیوالو ادارو غواړو چې چاپیریال کې د مثبتو سمپلونو د شتون اندېښنو او د تېر کال نیمګړتیاوو ته په کتو سره، د نوي میلادي کال لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.“

روغتیا پالان تل په کورنیو غږ کوي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان دې د ګوزن ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG