د لاس رسي وړ اتصالات

واکسیناتوران: امتیازات مو کم مګر هوډ مو لوړ دی


د ۲۰۲۲ کال د دستمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دستمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د افغانستان په سویل ختیځیو ولایتونو کې یو شمېر واکسیناتوران وایي چې که څه هم د دوی امتیازات ډیر کم دي، خو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.

د جنوب ختیځې حوزې یو شمېر واکسیناتوارن او رضاکاران چې د پولیو ضد مبارزې د لومړي صف کارکوونکي بلل کیږي، وایي چې دوی سره له دې چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، په لږو مالي امکاناتو خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د خوست ولایت د مرکز یو تن واکسیناتور، نثار احمد، امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم زموږ کارونه زیات، او امتیازات مو لږ دي، خو بیا هم د خپل توان تر حده د پولیو پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتو، تر څو په افغانستان کې یاده ناروغي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.“

د خوست ولایت د اسمعیل‌خېلو ولسوالۍ واکسیناتور، سمیدالله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زه له یو نیم کال راهیسې د پولیو د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوم. زموږ امتیازات سره له دې چې ډیر کم دي، تل ځنډیږي او په ټاکلي وخت موږ ته نه رسیږي.“

دوی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ګوزڼ ضد مبارزه کې د واکسیناتوارانو ارزښتناک رول او موجوده اقتصادي ستونزو ته په کتو سره دې، د دوی امتیازات زیات کړي او په خپل وخت دې یې ورته ورسوي.

په ورته مهال، د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې دوی هڅې پیل کړي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو واکسیناتورانو په امتیازاتو کې زیاتوالی راشي.

په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د واکسیناتورانو د امتیازاتو د زیاتوالي په اړه بحث او رسمي وړاندیز کړی، او هیله لرو چې د عامې روغتیا وزارت او نړیوال مرستندویه بنسټونه به پدې برخه کې همکاري وکړي.“

که څه هم د افغانستان به بیلابیلو سیمو کې ګڼ شمېر خلک د پولیو ضد مبارزه کې په رضاکارانه ډول فعالیت کوي، خو واکسیناتوران له اړوندو چارواکو غواړي چې د دوی د امتیازاتو د زیاتولو غوښتنه ومني.

XS
SM
MD
LG