د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سویلي حوزې په څلورو ولایتونو کې د پوليو ضد کمپاین پیل شو


د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي چې د سویلي حوزې په څلورو ولایتونو کې د پوليو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې ۱.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړنۍ عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د جنوبي حوزې په څلورو ولایتونو (کندهار، هلمند، ارزګان او نیمروز) کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو، او کابو ۱.۶ میلیونه ماشومانو ته به واکسین تطبیق شي.“

د نوموړي په وینا، په زابل ولایت کې به د سړې هوا له کبله یوه اونۍ وروسته کمپاین ترسره شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”له نیکه مرغه د واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې. موږ په پام کې لرو چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د همکارو روغتیایي ادارو په ملتیا د جنوبي حوزې په ټولو لیرې پرتو سیمو کې کور په کور کمپاینونه ترسره کړو، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

د کندهار ښار ځینې اوسیدونکي وایي چې تېر کال په کمپاینونو کې یو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاته کیدل، او سږکال باید دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.

د کندهار ښار اوسیدونکي، نثار احمد، امریکا غږ ته وویل: ”موږ له روغتیایي چارواکو غواړو چې د پخوا په شان کور په کور کمپاین ترسره کړي، ځکه جومات په جومات کمپاین کې زموږ ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل.“

د کندهار ښار بل اوسیدونکی، عبدالله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”له نیکه مرغه اوس واکسیناتوارن هرې سیمې ته تللی شي، او کله چې زموږ سیمې ته راشي، موږ خامخا خپل ماشومان ورته د واکسین لپاره راکاږو.“

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده، چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان اخته کوي، او د تل پاتې معلولیت سبب کیږي، خو د پولیو ضد واکسین د تطبیق په واسطه په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده.

XS
SM
MD
LG