د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ګوزڼ وهلي ماشوم مور: خپل ماشومان واکسین کړئ


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

کندهار کی د یو ګوزڼ وهلي ماشوم مور له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړی او پدې توګه هغوی له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

د کندهار اوسیدونکې، بي بي خالده چې ماشوم ېې په ګوزڼ ناروغۍ اخته دی وایي وروسته له هغه چی د خپل ماشوم له درملنې ناهیلې شوه او پدې وپوهیده چې ګوزڼ درملنه نلري، نو پریکړه ېې وکړه چې خپل نور ماشومان په ټاکلی وخت واکسین کړي.

نوموړې له خلکو غواړي چې د خپلو ماشومانو ژوند وژغوري او هغوی په هر کمپاین کې واکسین کړي.

بي بي خالده امریکا غږ ته وویل: "په لومړي سر کې موږ د پولیو واکسین په ارزښت نه پوهیدو او اورېدل به مو چې واکسین پر ماشومانو بده اغېزه کوي. د کورنۍ نارینه وو به هم کله ناکله د ماشومانو له واکسین سره مخالفت کاوه."

د نوموړې په وینا، وروسته له هغه چې د دوی د کورنۍ یو ماشوم د ګوزڼ په ناعلاجه ناروغۍ اخته شو او د تل لپاره فلج شو، ‌د کورنۍ ټول غړي ېې د هغه د نه واکسینولو له امله سخت پښیمانه او خواشیني شول.

اغلي بي بي خالده وویل: " اوس موږ د واکسین په ارزښت پوه شوي یو. کله چې رضاکاران زموږ د کور تر شا راځي، نو موږ خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان هغوی ته د واکسین لپاره راکاږو."

د افغانستان په جنوب کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټرعبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل: " پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده، خو موږ کولی شو د دوو څاڅکو واکسین په تطبیق سره د ماشومانو ژوند وژغورو.

د ډاکټر پخلا په وینا، د ګوزڼ د مخنیوي لپاره دوه ډوله واکسین شتون لري، چي لومړی ېې خوراکي واکسین او دویم ېې زرقي واکسین دی او په هر کمپاین کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکی خوراکي واکسین ورکول کیږي."

نوموړي له کورنيو وغوښتل چې په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، ترڅو له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي.

علمي څیړونو ښودلې چې پولیو یوه ساري ناروغي ده چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان اخته کوي، خو د پولیو واکسین کولی شي په قطعې ډول د دی ناروغي مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG