د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ګوزڼ وهلي ماشوم د کورنۍ ستونزی او سپارښتنی


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.

په کندهار کې د یو ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ له خلکو غواړي چې د دوو څاڅکو واکسین په ورکولو سره دې خپل ماشومان له ګوزن ناروغۍ څخه وژغوري.

په کندهار ښار کی په ګوزڼ ناروغۍ د یو اخته شوي ماشوم د کورنۍ غړي وایي چې د خپل ماشوم راتلونکي ته خورا زیات اندیښمن دي او په نورو کورنیو غږ کوي چی خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د عبدالله جان کورنۍ چې د کندهار ښار په شمالي څنډه لویه ویاله سیمه کې ژوند کوي او وایي چې که څه هم د دوی د کورنۍ د ماشومانو شمېر زیات دی، خو یواځې یو تن ېې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي.

عبدالله جان چی د ګوزڼ وهلي ماشوم د کورنۍ مشري پر غاړه لري، امریکا غږ ته وویل: ”کله مې چې د خپل ګوزڼ وهلي لمسي حالت ولید او پدې پوه شوم چې دغه ناروغي درملنه نلري. سمدلاسه مې پریکړه وکړه چې د خپلې کورنۍ ټول ماشومان به په ټاکلي وخت واکسینوم. “

ښاغلي عبدالله جان زیاته کړه، موږ خامخا له خپل لمسي سره بې پروایي کړې. تر ټولو لوی لامل ېې دا وه چې موږ د واکسین د ګټو په اړه لازم پوهاوی نه درلود او پدې نه پوهیدو چې د واکسین نه ورکول به مو لمسی له دا ډول برخلیک سره مخ کړي.

د کندهار د حوزوي روغتون ډاکټران وایي چې پولیو یوه خطرناکه او معلولوونکې ناروغي ده او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان اخته کوي.

د کندهار د حوزوي روغتون د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عمر فاروق امریکا غږ ته وویل: ”هغه کسان چې پدې باور دي چې د پولیو واکسین ماشومانو ته زیان رسوي او پدې پلمه د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوي، خامخا ېې ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي.“

ښاغلی فاروق له کورنيو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی دې هرومرو په روغتیایی کلینیکونو او کمپاینونو کې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو دوه څاڅکی واکسین کولای شي تنکي ماشومان له مړیني او دایمي معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG