د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: میدان وردګ کې د پولیو ضد کمپاین بریالی و


په میدان وردګ ولایت د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پرمهال اخیستل شوی انځور
په میدان وردګ ولایت د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پرمهال اخیستل شوی انځور

د میدان وردګ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې د پولیو ضد کمپاین بریالی و او زیات شمېر له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسید.

د چارواکو په وینا دغه کمپاین د بهسودو له ولسوالۍ پرته د یاد ولایت د مرکز په ګډون په اوو ولسوالیو کې تطبیق شو او په بریالیتوت سره پای ته ورسید.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر زیرک وایي چې په وروستي کمپاین کې د تېرو کمپاینونو په پرتله زیات شمېر له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شوي.

ښاغلي زیرک امریکا غږ ته وویل: ”په وروستي کمپاین کې نږدې ۱۲۹۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی او د پوښښ کچه ېې د ټاکلي هدف له ۹۰ سلنې لوړه وه. “

د نوموړي په وینا دوی به د سړې هوا او واورې په ختمیدو سره د بهسودو په ولسوالۍ کې هم د پولیو ضد کمپاین تطبیق کړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د سید آباد ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک واکسیناتوره، بي بي عالیه وایي، د امنیت په راتلو سره دوی کولای شي لېرو پرتو سیمو ته ولاړ شي او کورنیو ته د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي.

اغلې عالیه زیاته کړه اوس چې د خلکو د پوهاوي کچه یوه اندازه ښه شوې، نو کوښښ کوي چې هم په کمپاینونو کې او هم په روغتیایي مرکزونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.

د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکي عصمت الله حنیف پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”مونږ ډیر خوښ یو چې اوس په لېرو پرتو سیمو کې ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسیږي او ان شاءالله ډیر ژر به دغه ناروغي له افغانستان څخه محوه شي. “

روغتیایي مسؤولین له خلکو غواړي چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي ماشومان ژر تر ژره په نږدې روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG