د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د پولیو ضد مبارزه کې باید د نورو هیوادونو له بریالیو تجربو ګټه واخیستل شي


په فراه کې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
په فراه کې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د فراه ولایت روغتیا پالان ټینګار کوي چې په بشپړه توګه د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره باید د نورو هیوادونو له بریالیو تجربو څخه ګټه واخیستل شي.

ددې ولایت د روغتیا د برخې ځیني فعالان له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو ضد مبارزه کې دې د نړۍ د نورو هیوادونو بریالۍ او اغیزناکې کړنلارې په پام کې ونیسي.

په فراه کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر توریالی واحدي وایي چې د نړۍ په کچه داسې‌ هیوادونه شته چې د ګوزن په وړاندې مبارزه کې د افغانستان په څېر له زیاتو ستونزو سره مخ و، خو پدې توانیدلي چې دغه ناروغۍ په بشپړه توګه په خپل چاپیریال کې له منځه یوسي.

ښاغلي واحدي امریکا غږ ته وویل: ” یوازې افغانستان نه، بلکه ګڼ شمېر هیوادونه د ګوزڼ سره د مبارزې اوږده او ستونزمنه مخینه لري، خو پدې توانیدلي چې د یادې ناروغۍ ټغږ له خپل چاپیریال څخه ټول کړي. “

د نوموړي په وینا، که چیرې موږ هم د دوی له بریالیو تجربو څخه ګټه واخلو، دا به په افغانستان کې د ګوزن د له منځه وړلو لپاره یو نیک اقدام وي.

بل لوري ته د پوهنتون استادان هم له روغتیایي چارواکو څخه غواړي چې د پولیو ضد مبارزې مختلف اړخونه وڅیړي او یوه داسې کړنلاره چمتو کړي چې وکولای شي د افغانستان دننه دغې ناروغۍ ته د پای ټکی کیږدي.

په فراه کې د پوهنتون استاد، زلمی فضلي وایي: ”د کلونو مبارزې سره سره، لا هم افغان ماشومان د ګوزن ناروغۍ بیه پرې کوي، نو په کار ده چې د پولیو د له منځه وړلو په پروګرام بیاکتنه وشي. “

په ورته مهال، روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو په له منځه وړلو کې د روغتیا پالانو سپارښتنې ګټورې دي، خو د ولس له همکارۍ پرته د یادې ناروغۍ محوه کول ناشونی کار دی.

د فراه د ولایتې روغتون رئیس، ډاکتر صلاح‌الدین احدي امریکا غږ ته وویل: ”افغانستان هغه مهال له ګوزڼ ناروغۍ څخه خلاصون موندلی شي چې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسین ته جدي پاملرنه وکړي.“

ښاغلي احدي زیاته کړه، ناامني، د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او بې وزلي هغه لاملونه دي چې د افغانستان دننه د ګوزڼ ناروغۍ په خپریدو کې مهم رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG