د لاس رسي وړ اتصالات

د څښاک ناپاکه اوبه د پولیو ناروغۍ دخپریدو لامل کیږي - روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیا پالان وایي چې د څښاک ناپاکه اوبه د پولیو ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي، او کورنۍ باید په هیڅ صورت اجازه ورنکړي چې ماشومان یې ناپاکه اوبه وڅښي.

روغتیا پالان وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د چاپیریال د سمپلونو مثبتوالی، د پولیو ویروس د شتون له پلوه د چاپیریال په ککړتیا دلالت کوي او کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د واکسینولو تر څنګ، د هغوی حفظ الصحې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

کابل کې د کتلوي معافیت د پروګرام پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د څښاک ناپاکه اوبه د پولیو د وژونکې او معلولونکې ناروغۍ ګواښ لوړوي. میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړي، او د ناپاکه اوبو له څښلو او تماس څخه یې وساتي.“

د نوموړي په وینا، د شخصي او محیطي حفظ الصحې د رعایت تر څنګ، باید ټولې کورنۍ خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

بل پلو، د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم دا مني چې ناپاکه اوبه په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ سربیره د بیلابیلو ناروغیو لامل کیږي، او باید له څښلو یې په کلکه ډډه وشي.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکي، شاهد، امریکا غږ ته وویل: ” زموږ په کلي کې داسې ځایونه شته چې هلته ناپاکه اوبه ډنډ وي، او کله ناکله پکې ماشومان لوبې کوي. خو زه تل د خپلو ماشومانو د نظافت خیال ساتم، او له خپلو کلیوالو هم غواړم چې د خپلو ماشومانو حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې موږ د خپلو ماشومانو د نظافت تر څنګ، خپل چاپیریال هم پاک وساتو، نو ماشومان به مو د پولیو سربیره له بیلابیلو ناروغیو خوندي پاتې شي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نلري، خو کورنۍ کولای شي خپل ماشومان د دوه څاڅکو واکسین په واسطه د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG