د لاس رسي وړ اتصالات

هیڅ ماشوم به د پولیو ضد واکسین څخه پاتې نشي – د خوست روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې په روغتیایي مرکزونو یې فشار زیات کړی، تر څو هیڅ ماشوم د پولیو ضد واکسین څخه پاتې نشي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو له ثبتیدو وروسته، په سیمه کې وضعیت عادي نه بریښي او د هرې ورځې په تیروید سره د پېښو د زیاتوالي ویره مخ په زیاتیدو ده.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”په ننګرهار کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو شتون او په کندهار کې د ځینو محیطي سمپلونه مثبتوالی دا په ډاګه کوي چې په سیمه کې د پولیو ویروس د خپریدو ګواښ لوړ دی، او باید مخنیوی یې وشي.“

د نوموړي په وینا، دوی د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې په روغتیایي مرکزونو فشار زیات کړی، تر څو هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي، او له عامې روغتیا وزارت څخه یې هم غوښتي چې د کمپاینونو شمېر زیات کړي.

بل لوري ته، د خوست ولایت یو شمېر ځایي اوسیدونکي هم د عامې روغتیا ریاست د دا ډول هڅو هرکلی کوي، او له نړیوالو مرستندویه روغتیایي بنسټونو غواړي چې د ګوزڼ ضد مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ودریږي.

د خوست ولایت اوسیدونکي، انعام الله، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: ”کله نا کله د کمپاینونو پر مهال یو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، نو په کلینیکونو فشار راوړل به د دې لامل شي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي، ځکه په افغانستان کې د ګوزڼ تازه پېښو زموږ کلیو او بانډو ته هم د یادې ناروغۍ د سرایت ګواښ لوړ کړی.“

د خوست ولایت بل اوسیدونکی، شاهد، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ د یوې میاشتې په اوږدو کې د پولیو پرله پسې څلور مثبتو پېښو اندیښمن کړي یو، له همدې کبله له نړیوالو مرستندویه بنسټونو لکه د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان څخه غواړو چې د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو له پروګرام سره خپلې مرستې زیاتې کړي.“

په ننګرهار ولایت کې د پولیو له تازه پېښو وروسته، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ختیځ زون په ټولو ولایتونو کې د پولیو ضد ځانګړی کمپاین پیل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې او د پولیو د له منځه وړلو نړیوالې مشورتي ډلې هم څو ورځې وړاندې د قطر پلازمینې دوحه کې څلور ورځنۍ غونډه ترسره کړې، او په ترڅ کې یې په افغانستان کې د پولیو د نوې څپې د مخنیوي په لارو چارو خبرې اترې شوي.

XS
SM
MD
LG