د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو وروستیو پېښو د خلکو اندېښې راپارولي


د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

په ننګرهار ولایت کې د پولیو د وروستیو او پرله پسې مثبتو پېښو له امله د خلکو او روغتیا پالانو اندېښنې زیاتې شوي.

په ننګرهار ولایت کې په اپریل میاشت کې د سږ کال لومړۍ او بیا پرله پسې د پولیو درې نورې پېښې ثبت شوي، چې له امله یې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې له تل پاتې معلولیت سره مخ شوي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین هم په ختیځه حوزه کې دا ډول اندېښنې تاییدوي او وایي چې په یاده حوزه کې به د پولیو د کنټرول لپاره نه ستړي کیدونکو هڅو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”له بده مرغه په ختیځ زون کې د پولیو د ویروس ګواښ لوړ دی چې د له منځه وړلو لپاره به یې پلان شوي او ځانګړی کمپاینونه ترسره شي.“

د نوموړي په وینا، د کمپاینونو تر څنګ به د ماشومانو د بدن د مقاومت د لوړلو لپاره هم هڅه وشي او د دې لپاره چې ماشومان د خوارځواکۍ له امله په پولیو ناروغۍ اخته نشي یو لړ پروګرامونه به تطبیق شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”د پولیو ضد کمپاینونو په تطبیق کې د ولسونو ملاتړ اړین دی. له همدې کبله موږ له دیني عالمانو، قومي مشرانو، میندو او پلرونو او د ټولنې له ټولو غړو غوښتنه کوو چې د پولیو واکسین په تطبیق کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.“

د نوموړي په وینا، دوی د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پراختیا کار کوي، تر څو ټولې کورنۍ په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي او شخصي او محیطي حفظ‌الصحې ته پاملرنه وکړي، او پدې توګه د پولیو ناروغۍ تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

بل لوري ته، د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیا پالان له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې د پولیو ویروس د کنټرول لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي، ډاکټر کبیر، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړو چې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي مساله جدي ونیسي. کورني هم باید د خپلو ماشومانو واکسین او حفظ‌الصحې ته جدي پاملرنه وکړي.“

د ننګرهار ولایت بل اوسیدونکی، ډاکټر زبیر، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”د خواړو، اوبو او چاپېریال پاک ساتل له موږ سره مرسته کوي چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه وژغورو.“

د ننګرهار ولایت یوه واکسیناتوره، خاطره آریا بیا وایي: ”ټولې کورنې باید په ټاکلي وخت خپل ماشومان د پولیو ناروغي په وړاندې واکسین کړي، ځکه یاده ناروغي درملنه نلري او د ماشومانو د معلولیت او مړینې سبب کیږي.“

په ننګرهار کې د پولیو پرله پسې مثبتو پېښو ته په کتو سره د روغتیا نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې او له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG