د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ولایت ډاکټران د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د میندو رول ګټور بولي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په فراه ولایت کې یو شمېر ډاکټران د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د میندو ونډه اغیزناکه بولي او له هغوی غواړي چې په هیڅ حالت کې یې باید ماشومان له واکسین څخه محروم نشي.

د ډاکټرانو په وینا، د پولیو ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو واکسینول د میندو بنسټیز مسؤولیت دې، او هغوی باید په هیڅ صورت اجازه ورنکړي چې ماشومان یې له واکسین څخه پاتې شي.

په فراه ولایت کې د انتاني او ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح محمد منصفي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ او تاسو وینو چې نارینه ډیری وختونه د ورځې له پلوه له کوره بهر په کارونو بوخت وي، نو میندی دا مسؤولیت لري چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو یا کلینیکونو کې واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، میندو ته په کار ده چې د خپلو ماشومانو د روزنې او پالنې تر څنګ، هغوی د پولیو د ګواښوونکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندې پاتې شي.

بل پلو، د فراه ولایت یو شمېر میرمنې هم د ډاکټرانو د دا ډول سپارښتنو هرکلی کوي، او وایي چې له ګوزڼ څخه د ماشومانو د خلاصون په موخه به هیڅکله خپلې هڅې ونه سپموي.

د فراه ولایت اوسیدونکې، نرګس، چې د څلورو ماشومانو مور ده، امریکا غږ ته وویل: ”زه د یوې مور په صفت د خپلو ماشومانو واکسین خپل مسؤولیت او دنده بولم، او له نورو میندو هم غواړم چې باید په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.“

د نوموړې په وینا، د ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارکوونکو زحمتونه او لارښوونې د قدر وړ دي. ځکه د دوی د لارښوونو په واسطه میندې او پلرونه متوجه کیږي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

ډاکټران په داسې حال کې میندې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅوي، چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د پولیو د وروستیو پېښو له ثبت وروسته، د یادې ناروغۍ په له منځه وړلو کې د کورنیو همکاري اړینه بللې او له هغوی یې غوښتي چې هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG