د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د پولیو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي – روغتیایي چارواکي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په افغانستان کې د پولیو د واکسین مسئولین وایي چې په تورخم کې د پولیو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي او ټولو مسافرینو ته چې پدې لاره تګ راتګ کوي د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز د مسؤولینو په وینا، د پولیو ویرویس د خپریدو د مخنیوي لپاره د تورخم په دروازه کې د ماشومانو سربیره لویانو ته هم واکسین تطبیق کیږي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په تورخم دروازه کې زمونږ د واکسیناسیون ټیمونه په فعال ډول کار کوي، او هره ورځ مسافرو ماشومانو او لویانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.“

د نوموړي په وینا، دوی له لسو کالو څخه کم عمره ماشومان هر ځل چې پاکستان ته اوړي واکسینوي، او افغانستان ته د ننه کیدو پر مهال یې یواځې هغو وخت واکسینوي چې په سکریننګ کې په ډاکه شي چې هغوی ندي واکسین شوي. همدارنګه پاکستان ته اوښتونکو لویانو ته په شپږو میاشتو کې یو ځل واکسین تطبیق کیږي، او کارت ورکول کیږي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”کابو ۶۰ تنه نارینه او ښځینه واکسیناتوران او سوپروایزران په ګډه کار کوي تر څو هیڅ مسافر پرته له واکسین څخه له یوه هیواده بل هیواد ته وانه وړې، او پدې توګه د پولیو ویروس له انتقال څخه مخنیوی وشي.“

بل لوري ته، د ختیځ زون روغتیاپالان وایي چې خیبر پښتونخوا کې د پولیو د پېښو د زیاتوالي له امله د افغانستان ماشومان هم له یادې ناروغۍ خوندي ندي، او باید د واکسین په واسطه وقایه شي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي، ډاکټر برهان، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ د پېښو زیاتوالي ته په کتو سره باید زموږ روغتیایي مسؤولین د تورخم په دروازه کې د واکسین چارې په سمه توګه تنظیم او مدیریت کړي.“

د نوموړي په وینا، اړوندې ادارې باید په هر کمپاین کې سرحدي سیمو ته واکسیناتوران واستوي، او همدارنګه د تورخم په دروازه کې باید په کافي‎ اندازه واکسیناتوران وګمارل شي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG