د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ویروس قربانیان د معلولیت له امله له ستونزو ډک ژوند تېروي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

یو پلار وایي چې لور یې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوې، او اوس په پیغلتوب کې د معلولیت له امله له ستونزو ډک ژوند تېروي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی، ګل احمد شاه وايي چې لور یې ۱۷ کاله وړاندې په ماشومتوب کې د ګوزڼ ویروس ښکار شوې او له معلولیت څخه رنځ وړي، او ټوله کورنۍ ورسره په تکلیف ده.

ښاغلي ګل احمد شاه، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا په کلیو کې خلکو د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه زیات معلومات نه درلودل، او زموږ په ګډون ډیری خلکو خپل ماشومان نه واکسینول. له همدې کبله د ګوزڼ پېښې زیاتې وې، او زما لور هم په یاده ناروغۍ اخته شوه.“

د نوموړي په وینا، اوس د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې، او د ګوزڼ او نورو ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان واکسینوي.

ښاغلي ګل احمد شاه زیاته کړه: ”زما لور ۱۷ کاله وړاندې له واکسین څخه د محرومیت له امله په ګوزن اخته شوې. په لومړیو کلونو کې یې لاس او پښه دومره زیات له کاره نه ؤ لویدلي، خو د عمر په تیریدو سره یې تکلیف زیات شو، او لاس او پښه یې کمزوري شول.“

د نوموړي په وینا، لور یې اوس د معلولیت له امله نشي کولای د یوه روغ انسان په څېر د خپل ژوند ورځنۍ چارې پر مخ بوځي. که چیرې په ماشومتوب کې هغې ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شوی وای، نو اوس به له دا ډول ستونزو سره لاس او ګریوان نه وای.

هغه وویل: ”په لومړیو ورځو کې مې د خپلې لور د درملنې لپاره زیاته هڅه وکړه، خو په خواشینۍ سره ډاکټرانو راته وویل چې هغه په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې، او د درملنې هیڅ هیله یې نشته.“

نوموړی په ټولو کورنیو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د ګوزڼ ضد واکسین وکړي، تر څو د ده د لور له برخلیک سره مخ نشي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو ضد هر کمپاین کې باید ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي، تر څو له دایمي معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG