د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې له یو څه ځنډ وروسته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو


په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت

له یوه میاشتنې ځنډ وروسته په ننګرهار ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین پيل شو.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت روغتیایي چارواکي وایي چې دغه کمپاین به د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د کور په کور واکسین د کړنلارې مطابق ترسره شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند، نقیب‌الله رحیمي امریکا غږ ته وویل: "په تازه پیل شوي کمپاین کې به ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي او د مارچ تر ۳۱ (وري ۱۱) نیټې پورې به دوام ومومي".

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، د پولیو واکسین د اړوندو تطبیق کوونکو او نړیوالو همکارو بنسټونو په غوښتنه او د چارواکو د لارښوونې پر بنسټ، دغه کمپاین کور په کور ترسره کیږي، ځکه د ده په وینا جومات په جومات کمپاین نتیجه د قناعت وړ نه وه او یو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل.

بل خوا، د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم د کمپاین په بیا پیل کیدو خوښ دي او وایي چې دغه کمپاین به مرسته وکړي چې د دوی ماشومان د پولیو له ناعلاجه ناروغۍ څخه په امان پاتې شي.

د جلال آباد ښار اوسیدونکي، شعیب امریکا غږ ته وویل: "د څه مودې لپاره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په ټپه ولاړ و، چې دا زموږ د ماشومانو لپاره د خطر زنګ ؤ، خو د کمپاین بیا پیل کیدل زموږ لپاره یو ښه زیری دی او موږ ېې هرکلی کوو".

د جلال آباد ښار بل اوسیدونکی، صفي‌الله عرب بیا وایي: "موږ د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین په بیا پیل کیدو ځکه خوشحاله یو چې ماشومان مو له تل پاتې معلولیت څخه ژغوري."

د یادونې وړ ده چې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه وروسته له هغه وځنډول شول چې د افغانستان په شمال کې نامعلومه وسلوالو پر واکسیناتورانو بریدونه وکړل او نږدې اته تنه واکسیناتوران ېې ووژل.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې کور په کور کمپاین ترسره کیږي. تر دې وړاندې د ځینو دلیلونو له کبله جومات په جومات کمپاین ترسره کیده.

XS
SM
MD
LG