د لاس رسي وړ اتصالات

په ګوزڼ اخته ځوان کیسه او اړونده ستونزې


د کندوز اوسیدونکی عبدالرشید په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوی او اوس په یوه پښه معلول دی، هغه له خلکو غواړي چې خپل ماشومان د ګوزڼ واکسین د دوه څاڅکو د تطبیق له لارې وژغوړي.

هغه وايي چې خپلو ماشومانو ته ځکه پر وخت د پولیو څاڅکي ورکوي چې سالم رالوی شي او څوک ورته د ګوډ او شل په نامه غږ ونه کړي.

نوموړی وايي چې خلک د واکسین په اړه بیلا بېلې خبرې کوي خو دی د دغو خبرو تر اغیز لاندې نه راځي او غواړي چې سالم اولادونه ولري.

هغه وویل: "... زه په خپله پښه ګرځیدی شم، کار هم کولای شم، خو کله مې چي درد او تکلیفونه را یاد شي نو زغم یې راته ډیر سخت شي. ځکه نو چې هر کله واکسیناتوران د دروازې شاه ته راشي، خپل اولادونه راوباسم او هغوی ته واکسین کوم".

عبدالرشید د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه وايي چې د دوي په سیمه کې خلک د واکسین په اړه ناوړه تبلیغات کوي، خو په وینا یې دغه ناوړه تبلیغات به هغه د اولادونو له واکسین کولو څخه راونه ګرځوي.

هغه زیاته کړه: "... خلک خبرې کوي چې واکسین د سرطان ناروغي پیدا کوي، نجونې او هلکان بې وخته بلوغ ته رسوي، خو زه دا نه منم ځکه دا خبرې ژور تحقیق ته اړتیا لري".

د رشید په وینا، هغه خلک چې په کورنۍ کې یې ماشومان ګوزڼ وهلي وي له دغه درده خبریږي خو هغه خلک چې د پولیو په واکسینو پورې غلط تبلیغات کوي، د نورو له درده نه دي خبر.

نوموړي دا هم وویل چې ځینې خلک د پولیو د واکسین په اړه غلط نظریات خپروي چې بې اولادي رامنځ ته کوي، نجونې او هلکان زر بلوغ ته رسوي، خو دا خبرې ټولې بې بنسټې دي.

د عبدالرشید یو ارمان دا هم دی کې که یې مور او پلار په ماشومتوب کې لږ زحمت ویستلی وای او د پولیو دوه څاڅکي یې ورکړي وای نو ډیر امکان یې درلود چې اوس معلول نه وای.

هغه وايي چې په کلي کور کې هم خلکو ته توصیه کوي او ځان ورته په مثال کې راوړي چې باید اولادونو ته واکسین ورکړي ترڅو سالم را لوی شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG