د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه اوسېدونکي د پولیو واکسین کور په کور کمپاین غواړي


آرشیف
آرشیف

د فراه د ولسوالیو ځېنو اوسېدونکو دا ځل د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته یوړل.

دا په داسې حال کې دی چې د امنیتي ستونزو له امله د فراه زیات شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاین دا مهال د "کلینیک پر کلینیک" په اساس پلی کیږي.

د فراه خاک سفېد ولسوالۍ د خشکابي کلي اوسېدونکی عبدالعلي پر موټرسیکل له کابو پنځه کیلومتره لاری مزل وروسته خپل ماشومان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د پولیو واکسین لپاره راوړي.

عبدالعلي وايي، د ګوزڼ ناروغۍ د خطرونو پر وړاندې يې د واکسین د ګټو په اړه له رسنیو څخه ډیر څه اورېدلي، نو ځکه يې خپل دوه ماشومان د واکسین لپاره د ولسوالۍ مرکز ته راوړي دي.

هغه وویل: "... موږ باید د دې سرګردانۍ څخه خلاص شو، د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته باید اجازه ورکړل شي ترڅو ټول ماشومان د کور په دروازه کې واکسین شي".

د فراه عام وګړي پر ښکېلو سیاسي غاړو غږ کوي چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته د کور په کور ګرځېدو اجازه ورکړي، تر څو ټولو ماشومانو ته واکسین په سمه توګه ورسیږي.

جمعه ګل، د فراه یو بل اوسېدونکی بیا وایي چې سږکال په افغانستان کې او په ځانګړي ډول فراه ولایت کې د پولیو نوې پیښې ثبت شوې دي. که غواړو چې ددې بدبختۍ څخه ځان خلاص کړو نو باید خپلو ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړو.

په همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا کتلوي معافیت آمر عبدالواحد فراهي وايي، د همدې اونۍ د دوشنبي په ورځ (د لېندی لسمه) د نورو ولایتونو په څېر فراه کې هم د پولیو واکسین کمپاین پیل شو، چې د ګرځنده کمپاینونو موده څلور ورځې او په روغتیايي مرکزونو کې اوه ورځې ده.

نوموړی له کورنیو څخه غواړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنېوي لپاره خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

هغه وویل: "... په فراه کې موږ د پولیو واکسین ۵۸ ګرځنده او ۵۵ کلنیک پر کلنیک کلستره لرو. لدې جملې ۲۱ ګرځنده کلستره په مرکز، ۱۵ په پرچمن ولسوالۍ، ۷ په بالابلوک او ۶ کلستره په خاک سفېد ولسوالۍ کې شتون لري، او پاتې نور بیا کلنیک پر کلنیک دي".

فراه د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې لا تر اوسه هم د ګوزڼ ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ ده، خو روغتیايي ډاکټران وايي، که چېرې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي، نو دغه ناروغي به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG