د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: غزني کې ۸۵ سلنه ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین شوي


غزني کې د پولیو ضد کمپاین بریالی ؤ
غزني کې د پولیو ضد کمپاین بریالی ؤ

د غزني روغتیایي مسؤولین د نومبر د میاشتې ترسره شوی کمپاین کټور ارزوي او وايي چې په دغه کمپاین کې ۸۵ سلنه ماشومانو ته واکسین رسیدلی.

د غزني د عامې روغتیا رئيس، مولوي محمد حنیف مصباح د امریکاغږ ته وویل: "د عامی روغتیا وزارت د چارواکو په لارښوونه، په غزني ولایت کې هم د ګوزڼ ضد کمپاین د جومات په جومات کړنلارې پر بنسټ ترسره شو او په ترڅ کې ېې ۸۵ سلنه ماشومانو ته واکسین تطبیق شو."

ښاغلي مصباح ټینګار وکړ: " ... که چیرې د جومات په جومات کمپاین کړنلاره اغیزمنه ثابته شي، په راتلونکو کمپاینونو کې به هم ورڅخه ګټه پورته شي، او که چیرې اغیزمه نه وه د کور په کور کمپاین پر ګړنلاره به بیا کتنه وشي."

ښاغلي مصباح زیاته کړه، پخوا به هم ماشومان کلینیکونو ته د واکسین لپاره راوړل کیدل، خو په ځینو سیمو کې د کلینیکونو د نه شتون او د لارو د ستونزو له کبله ځینو کورنیو نشوی کولی کلینکونو ته مراجعه وکړي.

د هغه په وینا، اوس د رامنځته شویو آسانتیاوو له کبله هر څوک کولی شي خپل ماشومان واکسین کړي. د هغه په وینا د ګوزڼ ضد واکسین چې د نړۍ په کچه یو منل شوی واکسین دی، باید ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته ورسول شي، ترڅو په ګوزڼ اخته نشي.

نوموړی هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه نه کوي د واکسین تطبیق ته هڅوي او یادونه کوي چې ډیری اسلامي هیوادونو پریکړه کړې چې د ګوزڼ د مخنیوي لپاره واکسین اړین دی.

مولوي مصباح په ټولو مېندو او پلورونو غږ وکړ چې خپل اولادونه واکسین کړي، ترڅو د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG