د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیاپالان: طالبانو ننګرهار کې د پولیو واکسین په کمپاین کې پراخه همکاري کړې


عکس: له آرشیف څخه
عکس: له آرشیف څخه

د ننګرهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي، د طالبانو حکومت نه یواځې دا چې د پولیو له واکسین سره کومه ستونزه نه لري، بلکې د کمپاینونو په ترسره کولو کې د همکاري ژمنه کوي.

د یاد ولایت روغتیایي چارواکي د پولیو واکسین په تطبیق کې له اړوندو ادارو سره بشپره همکاري لري او تل هڅه کوي چې کمپاینونه په ټاکلي مهالویش ترسره شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي عطاء الرحمن فاتح وایي، مشرانو ېې ورته د پولیو واکسین د تطبیق امر کړی.

مولوي عطاء الرحمن فاتح امریکا غږ ته وویل: "د عامې روغتیا وزارت د رسمي مکتوب په استولو سره ټولو ولایتونو ته هدایت ورکړی و چې جومات په جومات کمپاین ترسره کړي. "

نوموړی وایي، تاسو عملاً ولیدل چې په ټول هېواد کې جومات په جومات کمپاین ترسره شو او وروسته به معلومه شي چې د کور په کور کمپاین اجازه ورکول کیږي او کنه؟

مولوي فاتح زیاته کړه: "... زموږ له کواردیناتورانو، سوپروایزرانو او واکسیناتورانو سره هم په روزنیزو پروګرامونو کې او هم د هغوی د امنیت په خوندي ساتلو کې پوره همکاري شوې."

بل لوري ته واکسیناتوران هم دا مني چې د روغتیایي مسؤولینو ترڅنګ د طالبانو پوځي چارواکو هم ورسره په ترسره شوي کمپاین کې همکاري کړې او په راتلونکي کې ېې هم پوره ډاډ ورکړی.

د خوګیاڼو ولسوالۍ د پولیو د کمپاین مسؤول، شبیر احمد امریکا غږ ته وویل: " ډیر د خوشحالۍ ځای ده چې تېره اونۍ مو د پولیو کمپاین په آرامه فضاء کې او پرته له کومې ستونزې ترسره کړ."

سره له دې چی اندېښنه موجوده وه چې ښایي طالبان د پولیو واکسین د کمپاین ترسره کولو ته اجازه ورنکړي، خو نږدې دوه اونۍ وړاندې په ټول هېواد کې یاد کمپاین ترسره شو.

XS
SM
MD
LG