د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د وزیرستاني کډوالو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د خوست ولایت له ګلان کمپ څځه د وزیرستاني کډوالو د بیرته ستنیدو د لړۍ له پیل سره سم، د دوی ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.

واکسیناتوران وایي دوی له دریو اونیو راهیسې په دغه کمپ کې هر ورځ په منځني ډول تر ۲۰۰ پوری هغه ماشومان چې خپلو سیمو ته د ستنیدو په حال کې دي واکسینوي.

نږدې اووه کاله وړاندې شاوخوا ۸۰۰۰ وزیرستانې کورنۍ د خوست د ګلان کمپ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته راکډه شوي، چې اوس ېې خپلو مینو ته د بیرته ستنیدو هوډ کړی.

روغتیایي چارواکي ډاډ ورکوي چې د دغو کډوالو ماشومانو ته به هرومرو د پولیو ضد واکسین څاڅکي رسوي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمدالدین امریکا غږ ته وویل: "موږ په ګلان کمپ کې د کلینیک سربیره د پولیو ضد واکسین ځانګړی ټیم ګمارلی، تر څو د کډوالو کورنیو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي. "

د ګلان کمپ واکسیناتور، فرید زلمي امریکا غږ ته وویل: "هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ له ګلان کمپ څخه خپلو کورونو ته ستنیږي او یا له پکتیکا څخه دغه کمپ ته راځي، او موږ ېې ټول له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسینوو."

بل لوري ته کډوال وایي دوی ته د ماشومانو روغتیا خورا زیاته مهمه ده، نو تر څو ېې چې ماشومان واکسین شوي نه وي، پر کرښه نه اوړي.

ډیری دغه کډوال ځکه خوښ ښکاري چې د نورو مرستو تر څنګ ېې په روغتیایي برخه کې هم پراخ لاسنیوی شوی.

دوو تنو وزیرستاني کډوالو اول الدین او بیت المقدس په دې هکله وویل: " په کمپ کې واکسیناتوران شتون لري، او لس ورځې وړاندې ېې د دوی د کورنیو ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی."

نوموړي خوښي څرګندوي چې ماشومان ېې واکسین شول او د لارو په خلاصیدو سره به له اوږدې مودې کډوالۍ وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ګوزڼ ناروغۍ لا هم د ډیورند د کرښی دواړو غاړو ته د ماشومانو حال او راتلونکی ګواښي، او د پولیو ویروس بشپړ له منځه وړل وخت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG