د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین دویم کمپاین پرته له کومې ستونزې ترسره شو


عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په ننګرهار کې د پولیو دویم کمپاین هم ترسره شو چې په پایله کې د ټاکلي هدف نږدې۷۰ سلنه ماشومان واکسین شوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر جان محمد صاحب زاده امریکا غږ ته وویل: "د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د دې میاشتې کمپاین پرته له کومې ستونزې ترسره شو."

نوموړي زیاته کړه: "هدف ېې اته لکه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د واکسین رسول ؤ چې له دې جملې ېې شاوخوا شپږ لکه ماشومان واکسین کړي."

د ډاکټر صاحب زاده په وینا، هغه ماشومان چې عمرونه ېې کم ؤ او شمېر ېې تر دوه لکو پوری رسیده د جومات په جومات واکسین، سړې هوا او په کورونو کې د نارینه وو د نه شتون له امله له واکسین څخه پاتې شوي.

بل لوري ته، د ننګرهار اوسیدونکي له ترسره شوي کمپاین څخه خوښ دي، خو وایي که کور په کور کمپاین ترسره شي‌ نو ډېرو ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسیږي.

د ننګرهار اوسیدونکي اکمل، امریکا غږ ته وویل: " پخوا به نارینه او ښځینه واکسیناتورانو په کورونو کې ماشومان واکسینول، خو دا ځل چې واکسین جومات په جومات تطبیق شو، تر ټولو ماشومانو ونه رسید."

د ښاغلي اکمل په وینا، ډیری وختونه نارینه په کور کې نه وي او میرمنې نشي کولی خپل ماشومان تر جوماتونو ورسوي، په تیره بیا چې هوا هم سړه وي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د پخوا په څیر دې واکسیناتورانو ته اجازه ورکړل شي تر څو د دوی ماشومانو ته کور په کور واکسین تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې د پوليو د پروګرام مالي مرسته کوونکي بنسټونه هم ټینګار کوي چې تر هر ماشوم پورې د واکسین د رسولو په موخه باید هڅه وشي چې کور په کور کمپاین ترسره شي.

XS
SM
MD
LG