د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو دوام


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي، د پولیو واکسین له کمپاینونو وړاندې د واکسین د ګټو په تړاو د غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته دوام ورکوي.

روغتیایي چارواکي په ټولنه کې د واکسین په تړاو د منفي ذهنیتونو د شتون په هکله اندیښنه لري، او وایي چې همدا لامل ده چې یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " د عامه پوهاوي په دغه پروګرام کې هم له کورنیو سره ناستې ترسره کیږي او هم د ټولنیزو او نورو رسنیو له لارې عامه پوهاوی ورکول کیږي."

بل لوري ته، د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د پولیو ضد واکسین د ګټو په تړاو باید کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره شي، تر څو د هغوی منفي ذهنیتونه له منځه ولاړ شي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې، هېله کاکړ وایي، کورنۍ باید د عامه پوهاوي ټول پیغامونه په پام کې ونیسي او خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

اغلې کاکړ امریکا غږ ته وویل: "ما خپل ټول ماشومان واکسین کړي او له ټولو کورنیو هیله لرم چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په ورکولو کې ناغیړي ونکړي."

د فرانسویانو د روغتون د کوچنیانو د ناروغيو متخصص ډاکټر عصمت الله عاصم، د پوليو ناروغۍ اصلي لامل د کورنیو بې پروایي بولي او سپارښتنه کوي چې د پولیو ضد واکسین کولی شي ماشومان له ګوزن څخه وژغوري."

نوموړی له کورنیو غواړي چې باید د کمپیاینونو په ترڅ کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

روغتیا پالان وایي، د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان له ګوزڼ او تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG