د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین په ښه تطبیق کې د خلکو ونډه اړینه ده؛ چارواکي


آرشیف
آرشیف

په کندز کې روغتیایي مسؤلین او ډاکټران وايي چې په کوم کلي کې چې یو ماشوم ګوزڼ ووهي د هغه کلي په ګډون د شاوخوا ټولو کلیو ماشومان باید په پرله پسې توګه واکسین شي چې د نورو ماشومانو په پولیو د اخته کیدو مخه ونیول شي.​

د کندز د کتلوي معافیت مسوولین وايي چې د پولیو ویروس مخکې له مخکې په یوه سیمه کې نه معلومیږي، خو د پولیو د پیښو د څرګندیدو او د لابراتوار د معایناتو په مرسته معلومیدای شي.

د کندز د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي چې که عام خلک له دوی سره همکاري وکړي او پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي هیڅ کورنۍ به د خپل ماشوم د ګوزڼ کیدو ویره ونه لري.

هغه وویل: "... کله چې د ناروغ ماشوم د غایطه موادو د لابراتوار نتیجه راشي، یوازې هغه وخت بیا پړیکړه کیدای شي چې دغه ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی یا نه."

نوموړي زیاته کړه، کوم ځای کې چې کمپاین کیږي هلته لازمو تحقیقاتو ته هم اړتیا شته ترڅو په ډاګه شي چې ماشومانو څو ځلې واکسین اخیستی دی.

د کندز اوسیدونکی ډاکټر نجیب الله شاکر وايي چې کورنۍ باید خپل د پنځه کالو څخه کم ماشومان واکسین کړي ځکه چې هر ماشوم ګوزڼ ووهي ټول عمر به په خپلو پښو نه شي ګرځیدای.

ډآکټر شاکر وویل: "... هر ماشوم چې عمر یې له پنځه کالو نه کم وي باید واکسین شي، د واکسین د نه کولو په صورت کې ماشوم ګوزڼ وهي او ګرځیدای نه شي. کوم ماشوم چې په دغه مرض اخته شي نو ټول عمر به بل ته محتاج وي نو ځکه خپل ماشومان واکسین کړئ او له دغې محتاجۍ یې وساتئ".

د کندز یو بل اوسیدونکی سید جلال وايي چې که خلک د پولیو د واکسین له کمپاینونو سره مرسته وکړي نو په څو کلونو کې د ګوزڼ ناروغۍ ختمیدای شي.

هغه وویل: "... واکسینونه باید په سمه توګه په ټول افغانستان کې تطبیق شي ترڅو ماشومان له ستونزو سره مخ نه شي او د دغې ناروغۍ مخه ونیول شي".

ډاکټران وايي په لومړیو ورځو کې د کورنۍ غړي نه پوهیږي چې ګوندې ماشوم یې ګوزڼ وهلی، خو له سختو تبو وروسته که د چا د ماشوم د لاسونو او پښو حرکات غیر منظم شوي وي نو باید ډاکټر ته ورسول شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG